مهترلام (پژواک ٥ مرغومى٩٠): دولت په روان کال کې د لغمان ولايت ته څه باندې ١٦،٤ ميليونه امريکايي ډالره پراختيايي بوديجه ځانګړې کړې؛ خو تر اوسه يې ٦ ميليونه لګول شوي دي.
دا څرګندونې د لغمان والي محمد اقبال عزيزي، نن د دې ولايت په مرکز مهترلام کې په ملي شورا کې د لغمان له ځينو استازو سره په ناسته کې وکړې.
ده وويل، ځکه د يادو شويو پيسو ډېره برخه نه ده لګول شوې، چې تخصيص شوې بوديجه ورته په وخت نه ده رسېدلې.
د لغمان ولايت د روان کال له پراختيايي بوديجې څخه ١١ ميليونه يې د دې ولايت د کليو د پراختيا رياست ته ځانګړې شوي دي.
د کليو د پراختيا رييس انجنير محمد جعفر جبارخېل په ياده شوې ناسته کې وويل، چې له دغو پيسو څخه يې تراوسه ٥ ميليونه امريکايي ډالر د څاګانو په کېندلو، د پولګوټو او سړکونو په بيارغونه، د ويالو او کېبلي پلونو په جوړولو او ځينو نورو ټولګټو پروژو لګول شوي دي.
هغه وايي، هڅه به وکړي چې د روان کال ترپايه پاتې پيسې په مناسبو پروژو ولګوي.
د دې ولايت د روان کال له بوديجې څخه ٣٥٨زره امريکايي ډالر د کرنې او مالدارۍ برخې ته ځانګړې شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير محمد اسماعيل په نننۍ ناسته کې وويل، د دې پيسو شاوخوا ٢٥٠زره ډالر يې په بېلابېلو پروژو کې لګولي او پاتې شاوخوا سل زره به يې هم د کال ترپايه په مناسبو پروژو ولګول شي.
په نننۍ ناسته کې په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازې زيفنون ساپۍ او په مشرانو جرګه کې د دې ولايت استازي مکرم خان ناصري او واحدې ساپۍ برخه لرله.
زيفنون ساپۍ د ولايتي اداري له فعاليتونو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې د دغه ډول راپورونو وړاندي کول په دې ولايت کې د ښې حکومتوالۍ په معنا دي.
دې هيله څرګنده کړه، چې د يادې شوې بوديجې پاتې پيسې به په مناسبو پروژو ولګول شي.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټوليز ډول په روان کال کې د دولت له پراختيايي بوديجې څخه ٣٢ سلنه لګول شوې ده.