ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان کې شپږ کيلومتره سړک ګټې اخيستنې وسپارل شو

په پروان کې شپږ کيلومتره سړک ګټې اخيستنې وسپارل شو

author avatar
26 Dec 2011 - 14:19
په پروان کې شپږ کيلومتره سړک ګټې اخيستنې وسپارل شو
author avatar
26 Dec 2011 - 14:19

چاريکار(پژواک ٥ مرغومى ٩٠): د پروان په شينوار ولسوالۍ کې د شپږ کيلومتره سړک د جوړولو کار بشپړ او ګټه اخيستنې ته وسپارل شو.

د شنوارو ولسوال سيف الله بيدار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سړک په سختو کږلېچونو کې تېر شوى او له شپږو مياشتو کار وروسته نن (د مرغومي ٥مه) ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د هغه په وينا، دغه سړک د دې ولسوالۍ د ٦٠٠ کورنيو مواصلاتي لار د دغه ولايت له مرکز سره نښلوي.

بيدار څرګنده کړه، چې ياد سړک د شپږ کيلومتره په اوږدوالي او د ٥ مترو په سور د غوربند له عمومي واټه پيل، د شينوارو ولسوالۍ تر نمک اب کلي جوړ او ٢٠ سانتي متره جغل پرې اچول شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه سړک په اوږدو کې پنځه پلونه او پولګوټي او د سړک د زيانمنېدو د مخنيوي په موخه ٤٠٠ متره استنادي دېوال هم جوړ شوى دى.

د شنوارو ولسوال زياته کړه، چې د دغه سړک لګښت څه باندې ١٢ميليونه افغانۍ دى، چې د کليو د پراختيا او بيارغونې وزارت له لوري ورکړل شوى دى.

د نمک اب د کلي يوه اوسېدونکي متين پژواک ته وويل: ((په ژمي کې له ډېرو ستونزو سره مخ و او موټر هم له دغه سړک څخه د مرکز په لور نه تلل.))

د هغه په وينا، له دې وړاندې د دغو کليو اوسېدونکي د دغه ولايت مرکز ته پلي تلل.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د سمنګانو د مرکز د تايخونک په غرنۍ سېمه کې د يوه نوي سړک د جوړلو کار له نهو مياشتو وروسته بشپړ او ګټه اخيستنې ته وسپارل شو.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.