Language

مهترلام (پژواک ٧ مرغومي ٩٠): امنيتي چارواکي وايي، چې په لغمان کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتې له امله اتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

په ختيځو ولايتونو کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د لومړى لوا قوماندان ډګرمن شېرزمان وزيري پژواک اژانس ته وويل، چې د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې نن (د مرغومي ٧ مه) شاوخوا ١١ بجې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ يو ساعت نښته شوې ده، چې له امله يې اتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي وويل، چې په دې نښته کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور نيول شوي دي.

د هغه په وينا، د نيول شوو له ډلې يو تن ټپي دى، چې اوس يې له هغو نورو سره د کله ګوش ولسوالۍ ته بيولى دى.

نوموړي وويل، چې پوليس او د ملي اردو ځواکونه په سيمه کې پر ګزمه بوخت وو، چې يوه ډله وسله وال يې د سړک پر سر د پلټنې پر حال کې وليدل او نښته يې ورسره پيل کړه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، نن سهار د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د پوليسو د يوه رينجر موټر د اوښتو له امله درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه د رينجر موټر د ګړندي تګ له امله رامنځته شوې، چې يو پوليس په کې مړ او دوه نور ټپيان دي.

نوموړي وويل، چې ياد رينجر موټر د نورستان ولايت د امنيه قوماندانۍ اړوند دى او غوښتل يې چې د لغمان مرکز مهترلام ته راشي.

خو د لغمان د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر محمداصف پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته د پېښې له سيمې يو مړى او پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.

د ده په وينا، مړى او ټپيان ټول پوليس دي او د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.