لښکرګاه (پژواک ٧ مرغومى ٩٠): د هلمند ولايت په لښكرګاه ښار كې له زرو بې ځايه شوو كورنيو سره د ژمنيو توكو د مرستې لړۍ پيل شوه.
د دغه ولايت د کډوالو چارو رييس حاجي غلام فاروق نورزي د مرغومي په ۷مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دا مرستې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (يو اېن ايچ سي آر) له خوا برابرې شوې دي.
هغه زياته کړه، چې دا مرستې پر هغو کورنيو و وېشل شوې، چې د دغه ولايت له ولسواليو يا نورو ولايتونو څخه دغه ولايت ته راغلې دي.
نورزى وايي، چې هرې كورنۍ ته دوه ترپالونه، شپږ شړۍ، څلور جوړې جرابې، څلور جوړې بوټونه، درې جاكټونه، يو پټو او د سون توکو لپاره ٢٦ ډالره ورکول کېږي.
د نوموړي په وينا، د دې اړو کورنيو ټاکنه د يوه سروې له مخې شوې او په دې اړه يې له ملګرو ملتونو مرسته غوښتې وه.
د شاولي په نوم ۵۷ كلن سپين ږيري، چې دغه مرستې يې ترلاسه کړې وې، پژواك اژانس ته و ويل، چې له دوى سره بايد دوامداره مرستې وشي.
هغه زياته کړه، چې د کور ١٢غړي يې ور تر غاړي دي، خو نه کار لري او نه هم د اوسېدو لپاره سرپناه.