Language

په هلمنداو ميدان وردګو کې ډاياګ ته  وسلې او مهمات وسپارل شول

لښکرګاه، ميدان ښار ( پژواک ٧ مرغومى ٩٠ ) : د هلمند او ميدان وردګو ولايتونو امنيتي ارګانونو لسګونه ميله بېلابېل ډول وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې.

د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په  ٧ مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې نن ددې ولايت بېلابېلو امنيتي ارګانونو ترلاسه کړې وسلې او مهمات ډاياګ ته وسپارل.

سرچينې زياته کړې چې په دې وسلو کې ۲۷ميله كلاشينكوفونه، شپږميله تومانچې ،درې ميله پيكا،د كلاشينكوف۲۵۱۶مرمۍ،سلګونه د پيكا مرمۍ او يوه اندازه چاودېدونكي توكي پكې شامل وو.

د يوه بل خبر له مخې، نن په ميدان وردګو ولايت کې هم يوه اندازه وسلې او مهمات د دفاع وزارت د ډاياګ پروګرام ته وسپارل شول.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې توکو کې ١١ ميله کلاشنکوفونه،د چاودېدونکو توکو پنځه ډکې بوشکې، د ټانک ضد ماينونه، لسګونه دراکټ ضد مرمۍ، د توپ مرمۍ او سلګونه د هوان مرمۍ او سرګلولې شاملې دي.

د هغه په وينا، دا وسلې او مهمات ددې ولايت د ملي امنيت رياست له خوا دچاڼيزو عملياتو پرمهال ترلاسه شوي وو.

ددې ترڅنګ د ميدان وردګو د ملي امنيت منسوبينو او ددې ولايت د عامې روغتيا رياست په ګډو هڅو په دې ولايت کې  (۸۸۸۱) قلمه تاريخ تېر درمل او خوارکي توکي له درملتونو او هټيو څخه ترلاسه او  له منځه يوړل شول .

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.