کلات ( پژواک ٨ مرغومى ٩٠ ) : د کلیو پراختیا وزير ومنله، چې زابل ولایت ته تر اوسه پورې دومره پاملرنه، نه ده شوې ، څومره چې ورته په کار ده .
د کلیو پراختیا وزیر جارالله منصوري، چې زابل ته تللى وويل، چې له دې وروسته به په دغه ولایت کې د وزارت له لوري پلې کېدونکي ټول پروګرامونه عملي شي.
په هغه غونډه کې، چې د منصوري د راتګ په موخه نن د (مرغومي په ۸مه) د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه او سلګونو قومي مشرانو او چارواکيو پکې ګډون کړی و، قومي مشرانو پر دولت نیوکه وکړه، چې له زابل سره د مور او میرې چلند کوي.
په مشرانو جرګه کې د زابل سناتور ډاکتر زلمي زابلي وویل، چې دولت ، ولایتي اداره او بهرنیان ټول د زابل له خلکو سره په چل کې دي او د دوى حقوق نه ورکوي.
نوموړي زیاته کړه ، چې ډيرى دولتي ادارې په فساد ککړې دي، خو د اصلاح لپاره یې اقدامات نه کیږي .
د زابل قومي مشر محمدرسول کوچي غونډې ته وویل: (( کمزورى دولت د نا امنیو اصلي لامل دی اوکه همداسې دوام وکړي، نو په اولس کې به د طالبانو ملاتړ نور هم زیات شي. ))
دده په خبره، د بیارغونې په برخه کې یا خو هېڅ کار نه دی شوی او که شوی وي هم اغېزې یې نه محسوسیږي
د زابل والي اشرف ناصري هم د قومي مشرانو په څېر نظر درلود او په زابل کې د بیارغونې په برخه کې ترسره شوي کارونه یې ډیر کم وبلل.
هغه وویل، چې که څه هم په کلات او یو شمېر ولسوالیو کې ځينې پروژې عملي شوي ، خو بیا هم دا د زابل د خلکو په سلو کې لس سلنه غوښتنې هم نشي ځوابولای.
د کلیو پراختیا وزیر د خلکو ټولې نیوکې پر ځای وبللې او زیاته یې کړه ،چې د هېواد په کچه په زابل کې ډير لږ کار شوی دی.
هغه وویل ،چې دولت د بیارغونې او پرمختګ لپاره کار کوي، خو اداري فساد، نا امني او نشه یي توکي هغه ستونزې دي، چې د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړوي.
دده په خبره ،له دې وروسته به په زابل کې د کلیو پراختیا وزارت له لوري عملي کیدونکي ټول پرمختیايي پروګرامونه پيل شي.
منصوري وویل: (( د ملي پيوستون، د کلیوالي لارو جوړولو، اوبو رسولو، د کلیوالي صنایعو پرمختیایی پروګرام او د سیمه ييزې پرمختیا ملي پروګرام زموږ هغه پروګرامونه دي،چې ډیر ژر به د زابل له ولایتي چارواکيو سره په مشوره پيل شي.))
د کلیوپراختیا وزیر وايي،چې له دې وروسته به په هرو درې میاشتو کې له زابل څخه لیدنه کوي او اوس به هم د څو ورځو لپاره په زابل کې پاتې شي، تر څو د خلکو ستونزې او د زابل د کلیو پراختیا د ریاست کارونه په پوره توګه وڅېړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP