Language

په ناد علي  كې د وسلوالو طالبانو يوه  ډله د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه

لښکرګاه ( پژواک ٨ مرغومى ٩٠ ) : د هلمند په ناد علي ولسوالۍ كې د وسلوالو طالبانو يو اوه كسيزه ډله د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګار ، چې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ګډون په موخه نادعلي ولسوالۍ ته راغلى و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغې ډلې ددې ولسوالۍ په شنه كلي كې له تېرو څوكلو راهيسې د دولت پرضد فعاليت كاوه .

نوموړي زياته کړه چې په دې وروستيوكې د پوليسو اوټولو امنيتي ارګانونو ښه چلند، چې له خلكو سره يې كوي ، ددې لامل شوى، چې ياده ډله د سولې  د ولايتې شورا او ددې ولسوالۍ له امنيه  قوماندان سره تر  اړيكو وروسته  وسلې دولت ته وسپاري.

ددې ولايت  د سولې د کمېټې مسوول  معلم شاولي پژواك اژانس ته وويل چې له  يادو طالبانو سره  يې ددې ولسوالۍ دامنيتي ارګانونو په مرسته  له څه مودې راهيسې  اړيكې در لودې ، چې  په ترڅ كې يې پخلا  او له مخالفت څخه يې لاس واخيست.

ده وويل چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شويو طالبانو ته به د کار زمينه برابره شي.

نوموړي زياته: (( موږ افغاني طالبانو ته مخالفين نه ،  بلكې مرور وړونه  وايو اوهڅه كوو دا ډول كسان چې په بند كې شپې ورځې تېروي راخوشې كړو.))

د نادعلي امنيه قوماندان لومړي څارن عمرجان حقمل پژواك اژانس ته وويل چې شاوخوا درې مياشتي كيږي چي نادعلي ولسوالۍ ته دامنيه  قوماندان په توګه راغلي او تر دې دمه يې د ولسوالۍ نږدې په ټولو سيموكې امنيت  ټينګ او له سيمه ييزه مخالفينو سره  يې دسولې خبرې پيل كړې دي.

 د يوځاى شويو کسانوقوماندان امان الله پژواک اژانس ته وويل چې شاوخوا شپږ كاله وړاندې ددولت په مخالفت كې دريدلى او لامل يې دامنيتي كسانو او بهرنيو ځواكونو ناسم چلند و.

هغه زياته کړه چې اوس ټول  امنيتي ارګانونه له خلكو سره سم چلند كوي او دبهرنيو ځواكونو د وتلو لړۍ دوى  دې ته وهڅول ، چي نور له مخالفت څخه  لاس واخلي او له خپلو امنيتي ځواكونو سره مرسته وكړي.

دغازي  په نوم ددې ډلې يو تن بل غړي وويل چې پاکستان دوى په ناسمه لاره روان کړي و .

نوموړي زياته كړه چې تردې وروسته به په هر ډول حالاتو كې له افغان دولت سره مرسته وكړي او ددولت نورو مخالفينو ته به هم ووايي  چې له مخالفت څخه  لاس واخلي او دسولې له  پروسې سره  يوځاى شي.

دغې ډلې پنځه ميله کلاشينکوفونه، يو ميل راکټ، يو ميل پيکا او يوه اندازه مهمات هم تسليم کړي دي.