جلال اباد (پژواک ٨ مرغومى ٩٠): د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې د بهسودو ولسوالۍ د بحر اباد لېسې ودانۍ يې ګټې اخيستنې ته وسپارله او د ميرانو د لومړني ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره يې کېښوده.
د دغه ولايت د پوهنې رييس پوهندوى الله داد اسمعيل زي د مرغومي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته و ويل، پر دواړو لېسو د جاپان هېواد د شانتي راضاکارې ټولنې او جايکا موسسې له لوري ٢٩٩زره امريکايي ډالره لګول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ميرانو لومړنى ښوونځى به ٨ درسي او ٤ اداري خونې ولري، چې پر ٨٠٠ متره مربع ځمکه به د ٨ مياشتو په موده کې جوړه شي.
د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري پژواک ته و ويل، چې د بهسودو ولسوالۍ د بحراباد لېسې نوې ودانۍ تر ٨ مياشتني کار وروسته د مرغومي په ٨مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
شينواري زياته کړه، چې پر دغه ښوونځي د جاپان د شانتي رضاکارې ټولنې ١٧٥زره امريکايي ډالر لګښټ راغلى دى.
د يادونې ده، چې د ننګرهار له ټولو ٧٨٨ ښوونځيو څخه ٣٩٠ يې اوس هم ودانۍ نه لري.