کابل (پژواک ١٠ مرغومى ٩٠): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، په تېر يو نيم کال کې افغان سوداګرو ته په پاکستان کې ٥٠٠ ميليون امريکايي ډالره زيان اوښتى، چې د ډېرو لامل يې د پاکستان حکومت دى.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې دويم مرستيال خان جان الکوزي د مرغومي په لسمه پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې شاوخوا يو نيم کال مخکې د افغان سوداګرو توکي په پاکستان کې د ډېر وخت لپاره ځکه پاتې شول؛ چې سېلابونو لارې زيانمنې کړې وې او پاکستاني کمپنۍ (ان اېل سي) د توکو د لېږد وړتيا نه لرله.
دى وايي، چې په دې موده کې پاکستان د دواړو هېوادونو تر منځ د پخواني ترانزيټ تړون له مخې، د افغانانو موټرو ته اجازه نه ورکوله، چې له پاکستان څخه خپل توکي ولېږدوي.
هغه و ويل، چې تر دې وروسته په ١٣٨٩کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ نوى ترانزيټي سوداګريز تړون (اپټا) لاسليک شو، خو د پاکستان له خوا د بېمې او ځينو نورو شرايطو د وړاندې کېدو له امله تر اوسه لا پوره نه دى عملي شوى.
دى وايي، که څه هم د نوي تړون له مخې بايد د افغان سوداګرو موټر د کراچۍ بندر ته تګ راتګ وکړي او د افغان سوداګرو د توکو د لېږد مخه ونه نيول شي، خو تر اوسه د ا فغان سوداګرو موټر يواځې تر پېښوره تګ راتګ کولاى شي او له کراچۍ څخه پاکستاني شرکتونه د افغان سوداګرو توکي لېږدوي.
دغه راز الکوزى زياته کړه، چې د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو له خوراکي توکو بار شاوخوا ٧٠٠ موټر له نږدې يوې مياشتې راهيسې په دې پلمه د دغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې درولي، چې ګواکي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته اکمالات کوي.
د ده په وينا، له تېر شاوخوا يو نيم کال راهيسې د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو له تم شويو مالونو په ناقانونه ډول ٩٠ ميليون ډالره جريمه اخيستې ده.
دى وايي، دا جريمه ځکه ناقانونه ده؛ چې دغه توکي يا د پاکستان حکومت له خوا او يا هم د طبيعي پېښو له امله د هغه هېواد په خاوره کې اېسار شوي دي.
دغه راز د سرچينې په وينا، په تېر يو نيم کال کې د طبيعي پېښو له امله د افغان سوداګرو پر مالونو د راغلو لګښتونو له امله دغه سوداګر شاوخوا ١٥٠ ميليونه امريکايي ډالره زيانمن شوي دي.
الکوزى وايي، چې په دې موده کې د افغان سوداګرو پر هغو مالونو، چې د پاکستان له خوا رامنځته شوي حالات يې د درېدو لامل شوي، ٢٦٠ ميليون ډالره لګښت راغلى او افغان سوداګر يې زيانمن کړي دي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، د ځاى او موټرو کرايې، نور اړين لګښتونه او د موټر چلوونکو تنخواه ګانې په يادو لګښتونو کې شامل دي.
هغه زياته کړه: ((که چېرې حق ته غاړه کېښودل شي، پاکستان بايد افغان سوداګرو ته د پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالرو اوښتى زيان جبران کړي.))
الکوزى وايي، که څه هم چې افغان سوداګر د اوښتي زيان د جبران غوښتونکي دي، خو سياسي حالاتو ته په پام سره دغه مهال افغانستان په داسې دريځ کې نه دى، چې په جدي ډول د اوښتي زيان د جبران غوښتنه وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند وحيدالله غازي خېل وايي، دا څرګنده خبره ده، چې په پاکستان کې افغان سوداګرو ته د طبيعي پېښو او د پاکستان له خوا د رامنځته شوو حالاتو له امله زيان اوښتى، خو د مقدار په اړه يې څه نه شي ويلاى.
ده و ويل، چې پاکستاني چارواکو پخوا هم ويلي وو، چې پر افغان سوداګرو باندې به راغلې جريمې معافوي، خو ويې ويل، چې د سوداګرۍ وزارت به دغه موضوع تعقيب کړي.
د پاکستان د سوداګرۍ خونې مشر او د سنا مجلس غړي حاجي غلام علي پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې له افغانستان سره په شوي سوداګريز ترانزيټي تړون کې اوس هم ستونزې شته، چې له امله يې کله، کله د افغان سوداګرو توکي په کراچې بندر کې تم کېږي، جريمه پرې راځي او سوداګرو ته زيان اوړي.
هغه په تړون کې د ستونزو په اړه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته زياته کړه: ((که چېرې سوداګرو ته په رامنځته شوو ستونزو باندې پر وخت غور شوى واى، نو نن به افغان سوداګرو ته دومره زيان نه وو اوښت.))
هغه و ويل: ((حکومت د سوداګرو له تاوان سره اړه نه لري، خو موږ وخت پر وخت دولت ته خواست کړى، چې په رښتينولۍ سره د سوداګرو ستونزو ته پاملرنه ولري.))