Language

د افغانستان او فرانسې ترمنځ د ستراتيژيک تړون لاسليک وارزول شو

کابل (پژواک ١٠ مرغومى ٩٠): ولسمشر حامد کرزى او د فرانسې د دفاع وزير د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيک تړون د لاسليک په اړه خبرې اترې وکړې.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې ياد شوى، چې د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته نن (د مرغومي لسمه) رالېږل شوې ده.

سرچينه زياتوي، چې افغان ولسمشر او د فرانسې د دفاع وزير ژرارد لانګو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيک تړون په اړه، چې د تدوين کار يې په وروستي پړاو کې دى، بحث او خبرې اترې وکړې.

هغوى په دې ليدنه کې، چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د ستراتيژيک تړون، چې اټکل کېږي د ٢٠١٢ زېږديز کال د جنورۍ په وروستيو کې د افغانستان او فرانسې ترمنځ لاسليک شي، تر ارزونې لاندې ونيو.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د فرانسې دفاع وزير د امنيتي مسووليتونو د لېږد په بهيرکې شوي پرمختګونه او دا چې سروبي ولسوالۍ، چې يو شمېر فرانسوي سرتېرې  مېشت دي، د لېږد په دوهم پړاو کې شامله ده، خوښي وښوده.

هغه هيله وښوده، چې د امنيتي مسووليتونو لېږد په تدريجي او بريالي ډول پرمخ ولاړ شي او په پاى کې افغان ځواکونه په دې وتوانېږي، څو د خپل هېواد امنيت په پوره توګه پرغاړه واخلي.

همداراز ولسمشر د ليدنې پر مهال، په کاپيسا ولايت کې د دوو فرانسوي سرتېرو په اړه چې دوه ورځې مخکې ووژل شول، ډاډينه او خواخوږي څرګنده کړه او ترڅنګ يې د افغانستان له ملي اردو سره د فرانسې له همکارۍ څخه مننه وکړه.

فرانسه اوس د ايساف ځواکونو په اډانه کې ٣٦٠٠ سرتېري لري، چې ډېرى يې په کاپيسا ولايت او سروبي ولسوالۍ کې مېشت دي او په افغانستان کې تر دې مهاله د ياد شوي  هېواد ٧٨ سرتېري وژل شوي دي.