مزارشريف (پژواك ١٠ مرغومى ٩٠): د بلخ ولايت يو شمېر ديني عالمان وايي، چې د بې روزګارۍ له امله يې ځينې ځوانان د نشه يي توكو كارولو ته لاس اچوي.
د دغه ولايت په مركز مزاشريف ښار كې د مرغومي په ۱۰مه، د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې رياست له خوا د جوړ شوي يو ورځني سيمينار په ترڅ كې، يو شمېر ديني عالمانو نشه يي توكي د ټولنې د بربادۍ يو بنسټيز لامل وګاڼه.
د بلخ ولايت د نشه يي توكو د مبارزې رييس محمد رحيم اوغلي، پژواك خبري اژانس ته وويل چې دوى د ورته سيمينارونو له لارې هڅه كوي، چې د ديني عالمانو له خوا د نشه يي توكو پر زيانونو خلك پوه كړي.
نوموړي زياته كړه، چې سربېره پر دې چې له تېرو څو كلونو راهيسې په بلخ ولايت كې د نشه يي توكو كر نه كېږي؛ خو بيا هم د روږدو ځوانانو په شمېر كې ورځ تر بلې زياتوالى راځي.
د هغه په وينا، نن يې د بلخ ولايت يو شمېر ديني عالمان په دې موخه سره غونډ كړي وو، چې د نشه يي توكو د زيانونو په اړه بحث وكړي او د يادې شوې ستونزې د حل لپاره لاره ولټوي.
مولوي عبدالرحمان، چې په ياد شوي سيمينار كې يې ونډه اخيستې وه، پژواك اژانس ته وويل: ((ډېرى ځوانان د بې روزګارۍ له امله په نشو اوړي.))
نوموړي زياته كړه، چې بې روزګاري انسان ته بد خويونه ورزده كوي او هغه ټولنه چې بې ورزګاره ځوانان ډېر ولري، نو سم پرمختګ نه شي كړاى.
د مزارشريف ښار يوه بل ديني عالم مولوي عبدالقهار بغلاني پژواك ته وويل، چې هر هغه څه چې د انسان پر دماغو ناوړه اغېز كوي، اسلام منع كړي دي.
نوموړي زياته كړه، چې اورېدلي يې دي چې په بلخ ولايت كې څه باندې ۶۰زره اوسېدونكي په نشو روږدي دي.
د هغه په وينا، دولت بايد د يادو شويو كسانو د درملنې تر څنګ د نورو ځوانانو د روږدېدو مخه ونيسي.
بغلاني هم د نشه يي توكو د مخنيوي بنسټيزه لاره د ځوانان لپاره د كار موندنه په ګوته كړه او له دولت څخه يې غوښتنه وكړه، چې په دې برخه كې جدي هڅې وكړي.
د بلخ د روږدو كسانو د شل بستريز روغتون مسوولين هم، په دغه ولايت كې د روږدو كسانو د شمېر له زياتوالي اندېښنه لري.
د ياد شوي روغتون مشر ډاكټر داوود راتب وويل، چې په روان كال كې ورته ۶۰۰ روږدو كسانو مراجعه كړې ده؛ خو په دغه ولايت كې د روږدو كسانو شمېر له يادې شمېرې څخه څو برابره زيات دي.
نوموړي زياته كړه، چې د دوى روغتون هغه ټولې اسانتياوې نه لري، چې د دغه ولايت د روږدو كسانو سمه درمنله دې وكړي.
د ده د معلوماتو له مخې، په ۲۰۰۹ كال كې د UNCB د شوې سروې له مخې، په بلخ ولايت كې ۹۰زره كسان روږدي وو، چې تر دې دمه به دغه شمېره خورا زياته شوې وي.