جلال اباد (پژواک ١٠ مرغومى ٩٠): د ننګرهار د ولايتي بيارغونې ډلې په مرسته د دغه ولايت په محبس کې د بنديانو لپاره دوه بلاکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
په ختيځ زون کې د محبسونو عمومي امر سمونوال عبدالولي حصارک د مرغومي په ١٠مه د دغو بلاکونو د پرانيستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه دواړه بلاکونه په پرمختللې بڼه جوړ شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په هر يوه بلاک کې اته-اته خونې او په همدومره شمېر ورته تشنابونه جوړ شوي او په يوه وخت کې د ١٥٠ بنديانو ځايولو وړتيا لري.
د محبس امر وويل، چې دواړه بلاکونه په يو جريب ځمکه کې په دغه ولايت کې د مېشتې امريکايي بيارغونې ډلې (P.R.T) د ١٦٨زره امريکايي ډالرو په مرسته په ١٦ مياشتو کې جوړ شوي دي.
حصارک وويل، چې د ننګرهار محبس د سياسي بنديانو د ساتلو په موخه ځانګړې ودانۍ نه لري.
نوموړي زياته کړه: ((موږ به له خپلو لوړ پوړو چارواکو سره په تفاهم په نوو بلاکونو کې د هغوى د ساتلو په اړه فکر وکړو.))
د محبس امر و ويل، دکورني او نړيوال امنيت د خرابولو په تړاو ٣٥٠ بنديان لري، چې له عامو بنديانو سره يو ځاى اوسېږي.
د يادونې ده، چې په ننګرهار محبس کې د يوويشت ښځينه بنديانو په ګډون څوارلس سوه شپېته بنديان د خپل بند د شمار شپې ورځې تېروي.
د يوه بل خبر له مخې، نن د دغه ولايت په کامې ولسوالۍ کې جوړ شوى کلينيک هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر بازمحمد شېرزاد پژواک ته و ويل، چې دغه کلينيک د ولايتي بيارغونې ډلې د څلوېښت زره امريکايي ډالرو په مرسته د کامې ولسوالۍ د سنګر سراى په سيمه کې جوړ شوى دى.
شېرزاد زياته کړه، چې په دغه کلينيک کې د بيارغونې ولايتي ډلې څلور خونې او د دوه نيم مترو په لوړوالي يې څلور سوه متره دېوال ودان کړى دى.
د نوموړي په وينا، په جوړو شوو خونو کې يوه د انتظار او نورې خونې يې د ډاکترانو اړوند دي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن