Language

د هلمند د درېيو ولسواليو امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې

لښکرګاه (پژواک ١٠ مرغومى ٩٠): افغان ځواکونو ته د امنيت لېږد د پروسې د دوهم پړاو په ترڅ کې د مرغومي په لسمه، د هلمند د درېيو ولسواليو د امنيت چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

په دې اړه يو لړ مراسم، نن د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې جوړ شوي وو، چې په کې د امنيت د لېږد د پروسې رييس ډاكټر اشرف غني احمدزى، د ملي دفاع وزارت لوى درستيز، د ملي امينت مرستيال، د كورنيو چارو وزارت استازي، د هلمند ولايت چارواکو، قومي مشرانو او امنيتي مسوولينو برخه اخيستې وه.

نن له دې مراسمو څخه مخکې له کابل څخه راغلي پلاوي له ځايي چارواکو سره د يادو شويو درېيو ولسواليو (مارجې، نادعلي او ناوې) څخه ليدنه وکړه او د دې سيمو امنيت يې له نږدې څخه وارزاوه.

يادو شويو مراسمو ته د وينا پر مهال د هلمند والي محمدګلاب منګل وويل، چې  د امنيت د لېږد په لومړي پړاو كې يې د لښكرګاه د امنيت په سپارلو وښوده، چې افغان ځواكونه كولى شي د امنيت چارې په خپل واك كې واخلي.

هغه زياته کړه چې په مارجې، نادعلي او ناوې ولسواليو کې افغان ملي ځواکونه د دې وړتيا لري، چې د خپلو سيمو امنيت په خپله ونيسي.

منګل وويل چې كه ولس مرسته وكړي، نو د دې پروسې په راتلونکو پړاوونو کې به د دې ولايت نورې سيمې هم شاملې کړى شي.

لوى درستيز شېرمحمد كريمي خلكو ته ډاډ وركړ، چې د امنيت تر لېږد وروسته  به د خلكو په مرسته امنيت نور هم پراخه شي، ځكه دا د خلكو غوښتنه ده، چې په سيمه كې افغان ځواكونه په خپلو سيمو کې عمليات او تالاشي ترسره کړي.

د هلمند د ولايتي شورا يوه غړي سيف الملوك نوري، قومي مشرانو او ديني عالمانو له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه په دې ولايت کې د بيارغونې د پروژو د پلي كېدو او سرحدونو د تړلو لپاره د ځانګړو پروګرامونو غوښتنه وكړه.

دغو خلکو ډاکټر احمدزي ته ډاډ ورکړ، چې له دولت سره به د امنيت په راوستلو كې پوره مرسته كوي.

ډاکټر اشرف غني هم يادو شويو پوښتنو ته ځواب ووايه او ژمنه يې وكړه، چې تر ولسمشر او مركزي دولت به د هلمند د خلكو ټولې غوښتنې ورسوي.

د امنيت لېږد د پروسې رييس له دې مراسمو وروسته، پژواک خبري اژانس سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې بهرني ځواکونه به ورو، ورو له هغو سيمو څخه ووځي، کومې چې امنيت يې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې چې په مارجې ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس د امکاناتو د نه شتوالي له امله خپلې دندې پرېږدي؟ وويل: ((سيمه ييزو پوليسو ته د قانون له مخې موږ لويې وسلې نه شو وركولى، ځكه  چې په سيمه كي ملي اردو او ملي پوليس شته.))

د نوموړي په وينا، د سيمه ييزو پوليسو دنده يواځې د خپلو کليو ساتنه ده، نه له مخالفينو سره جبهه يي جګړه کول او که دوى ته درنې وسلې ورکړل شي، نو بيا دا کار نورې ستونزې رازېږوي.

ډاکټر غني احمدزي زياته کړه، چې اوس د هلمند امنيت ډېر ښه شوى دى، ځکه چې د ده په وينا، درې کاله مخکې څوک ولسواليو ته نه شو تللى؛ خو پرون دوى په خپلو موټرو کې ولسواليو ته سفر وکړ.

افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسه د روان لمريز کال د چنګاښ په مياشت کې پيل شوه او د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون، اووه سيمې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

د دې پروسې دوهم پړاو دوه اونۍ مخکې پيل شوى دى.