کابل (پژواک ١٠ مرغومى ٩٠): کبير خان يو ځل بيا د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه ټاکل شوى دى.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجراييوي رييس نسيم الله دانش د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې له کبير خان سره يې د درېيو کلونو لپاره نوى تړون لاسليک کړى دى.
هغه زياته کړه، چې نوموړى به يوه مياشت وروسته افغانستان ته راشي او د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې په روزنه به پيل وکړي.
نسيم الله دانش وايي، چې د کرکټ ملي لوبډله د کبير خان په څېر يوه پياوړي روزونکي ته ډېره اړتيا لرله او له نېکه مرغه دوى په دې بريالي شول، چې کبيرخان بېرته راولي.
نوموړي زياته کړه: ((له کبيرخان سره درې کلن تړون لاسليک شوی او د هغه په هڅه به يو ځل بيا ملي لوبډله د برياليتوبونو په لور نوي ګامونه پورته کړي.))
د هغه په وينا، کبيرخان نه يواځې دا چې يو پياوړی، تکړه او با تجربه روزنکی دى، بلکې د افغانستان له ژبې، کلتور او عنعناتو سره پوره بلدتيا لري.
پخوانى پاکستانى لوبغاړى کبيرخان په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې د افغانستان د کرکټ د روزونکي په توګه ټاکل شوى و، چې له امله يې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ډېرې برياوې لاسته راوړې وې.
خو تېر کال هغه له دې دندې استعفى ورکړه او د متحده عربي اماراتو د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو او د اماراتو لوبډلې ته يې هم يو شمېر برياوې ور په برخه کړې.
د کبيرخان له استعفى وروسته يو بل پاکستانى لوبغاړى راشد لطيف د افغانستان د کرکټ ملي لوبدلې د روزونکي په توګه وټاکل شو، خو له څو مياشتو وروسته هغه هم دغه دنده پرېښوده.
خو له تېرو څو مياشتو راهيسې د هېواد د کرکټ ملي لوبدله له نړيوال روزونکي بې برخې پاتې وه.
د کرکټ د چارو يو شمېر کارپوهان هم د کبير خان بيا ټاکنه نېک اقدام او د دې لوبې د پرمختګ لپاره ګټور بولي.
د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانى کپتان رييس احمدزى وايي، چې د کرکټ بورډ د مسوولينو دغه اقدام د ډېرې ستاينې وړ دى.
هغه پژواک ته و ويل، چې کبيرخان د افغانستان له کولتور، دودونو او لوبغاړو سره ښه بلدتيا لري او دى کولاى شي، چې لوبغاړي ښه وروزي.
احمدزي زياته کړه، چې نورو بهرنيو روزونکو د افغانستان ولايتونو او ولسواليو ته سفرونه نه کول، خو کبيرخان کولاى شي ټولو سيمو ته سفرونه وکړي.
د لوبې مجلې مسوول مدير رحيم ګل څاروان وايي، چې د کبيرخان له راتګ سره به هغه تشه ډکه شي، چې له څو مياشتو راهيسې افغان ملي لوبډلې د روزونکي د نشتوالي له امله لرله.
د هغه په وينا، کبير خان يو پياوړى روزونکى دى، له افغان لوبغاړو سره ښه بلدتيا لري او کولاى شي، چې افغان ملي لوبډله په نړيوالو سياليو کې ښه وځلوي.
د لوبې د سپورتي روزنيزې موسسې مرستيال زراب شاه ظهير هم وايي، چې له روزونکي پرته لوبډله نيمګړې وي او د کبيرخان له راتګ سره دغه نيمګړتيا بشپړه شوه.
هغه وايي، چې روزونکي له لوبډلو سره له لوبې مخکې پلانونه جوړوي او کبيرخان يو ښه پلان جوړوونکى روزونکى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP