کابل (پژواک ١٢مرغومى ٩٠): له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز د نل ليکې د غځېدو په اړه څېړنې پاى ته رسېدلې او په روان زېږديز کال کې به يې د ډيزان چارې هم بشپړې شي.
دا څرګندونې د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز د نل ليکې د غځولو د پروژې تړون په ١٣٨٩ کال کې د يادو هېوادونو د ولسمشرانو تر منځ لاسليک شو.
ټاکل شوې ده، چې د دې نل ليکې د نصب عملي کار په ٢٠١٤ زېږديز کال کې پيل شي.
شهراني وايي، چې د دې نل ليکې له لارې به د ګاز لېږد په ٢٠١٦ زېږديز کال کې پيل شي او تر دېرشو کلونو به يې هر کال له لارې تر ٣٤ ميليارد مکعب متره اوبلن ګاز لېږدول کېږي.
ده ياده پروژه نه يواځې د افغانستان، بلکې په سيمه کې د اقتصادي ودې لپاره يوه مهمه پروژه وبلله او ويې ويل، چې افغانستان به د دې نل ليکې د ترانزيټ له لارې په کال کې تر ٤٠٠ ميليون ډالرو عوايد ولري.
دغه راز دى وايي، افغانستان کولاى شي، چې د اړتيا په صورت کې له دې نل ليکې څخه په لومړيو کې هر کال ٦٠٠ ميليون مکعب متره او وروسته په کال کې څه باندې ٥ ميليارده مکعب متره ګاز وپېري.
ټاکل شوې وه، چې د دې پروژې د پېر او پلور تړون د ٢٠١٠ ميلادي کال په وروستيو کې لاسليک شي، خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى.
خو شهراني د دغه تړون د ځنډ لامل په سيمه کې د څرنګوالي له مخې د پروژې لوى والى وباله او زياته يې کړه، اړينه وه چې بايد د دې پروژې په اړه هر اړخيزې خبرې وشي.
ده و ويل، چې په نږدې راتلونکي کې به د ګاز د پېر او پلور تړون د اړوند هېوادونو د ولسمشرانو تر منځ د ترکمنستان په پلازمېنې عشق اباد کې لاسليک شي.
د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه نل ليکه ١٨٠٠ کيلومتره اوږدوالى لري، چې ٩١٧ کيلومتره يې د افغانستان په خاوره کې تېريږي.
دغه نل ليکه له ترکمنستان څخه پيل، د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ څخه د پاکستان د بلوچستان ايالت له لارې هند ته غځول کېږي.
شهراني وايي، چې د دې پروژې مفکوره په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ مخکې رامنځته شوه، خو په افغانستان کې د امنيتي ستونزو او جګړو له امله پلې نه شوه.
د ده په وينا، په لومړيو کې ترکمنستان، افغانستان او پاکستان په دې پروژه کې شامل وو، خو په ٢٠٠٨ ميلادي کال کې هند هم په دې پروژه کې شامل شو.
شهراني د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د افغانستان اوسنۍ امنيتي ستونزې به د دې پروژې پر وړاندې خنډ نه شي؟ و ويل، چې د کورنيو چارو وزارت کولاى شي د دې پروژې امنيت ټينګ کړي.
وسله والو طالبانو د دې پروژې په اړه څه نه دي ويلي، خو د ګلبدين حکمتيار پر مشرۍ حزب اسلامي د دې پروژې له پلې کولو څخه ملاتړ کړى دى.
د يادونې وړ ده، چې دغه نل ليکه د پاکستان له بلوچستان ايالت څخه تېريږي او دغه سيمه هم امنيتي ستونزې لري.