مزارشريف (پژواك ۱۳ مرغومى ۹۰): د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ كې د ۲۰۹ شاهين قول اردو په مربوطاتو كې ډله ييز قبر وموندل شو.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو د عامه اړيكو مسوول ډګرمن محمد نعيم د مرغومي په ۱۳مه، د ډله ييز قبر تر څنګ رسنيو ته وويل، چې تېره ورځ د يادې شوې قول اردو په ساحه كې د ارزنه په نوم دښته كې يو ډله ييز قبر موندل شوى دى.
نوموړي زياته كړه، په سيمه كې د يو شمېر شركتونو له خوا د قول اردو د ګودامونو ساختماني چارې تر سره كېدې، چې د كېندونو په حال كې د انسانانو له هډوكو او كوپړيو سره مخ شول.
نعيم د ډله ييز قبر د مودې او د جسدونو د شمېر په اړه څه ونه ويل؛ خو زياته يې كړه، چې د يادې شوې قول اردو د طبي څانګې له څېړنو وروسته به په ډاګه شي، چې دغه قبر له كومې مودې سره تړاو لري او څومره جسدونه په كې دي.
د پژواك خبريال، چې ډله ييز قبر يې له نږدې څخه وكوت، د انسانانو هډوكي، پنځه شپږ كوپړۍ او لسګونه جامې او پڼې يې تر سترګو شوې.
په ارزنه دښته كې د شركت يوه كاركوونكي صفت الله پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې د ودانۍ د بنسټ په موخه كېندنې كولې، چې د انسانانو هډوكي يې تر سترګو شول.
نوموړي زياته كړه، چې دوى كېندنې بندې كړي او شاوخوا يې د نورو هډوكو د پيدا كېدو هڅه وكړه، چې په پايله كې له ډله ييز قبر سره مخ شول.
له دې وړاندې هم په بلخ ولايت كې ډله ييز قبرونه موندل شوي دي.
نږدې دوه كاله وړاندې د بلخ ولايت سوېل لور ته په خالد بن وليد مېنه كې ډله ييز قبر موندل شوى و، چې د امنيتي مسوولينو له قوله، په کمونستي دورې پورې يې تړاو درلود او نږدې ۳۰ جسدونه په كې وو.