کندهار(پژواک١٣مرغومى٩٠): په کندهار کې نن ماخوستن مهال دویم ځانمرګي بريد ٣ پوليس او ٥ ملکي وګړي ووژل او ٦ پوليس او ١٠ ملکي وګړي يې ټپيان کړل.
دکندهار دوالي وياند زلمي ايوبي دمرغومي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ځانمرګۍ بريد نن ماښام شاوخوا ٧ بجې او ٣٠ دقيقې دکندهار ښار د لومړۍ ناحيې په کپتان څلور لاري کې رامنځته شو.
ايوبي وويل چې لومړۍ يادې څلورلاري ته څېرمه بمي چاودنه رامنځته شوه او کله چې پوليس سيمې ته لاړل نو پر پوليسوديوه زرنج موټرسايکل په وسيله ځانمرګى بريد وشو.
د کندهار د ميرويس روغتون نوکريوال ډاکټر چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل چې روغتون ته د پېښې ٧ مړي او ١٢ تپيان وروړل شوي دي.
هغه وويل چې په مړو کې درې پوليس هم شامل دي.
په کندهار کې يوي امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې ددې بريد موخه په سيمه کې د پوليسو د پلټنۍ کمربند وو.
نن شاوخوا يوه نيمه بجه هم د يوه موټرسايکل سپاره له خوا په کندهار ښار کې د پوليسو پوستې ته نږدى ځانمرګى بريد وشو، چې له امله يې درې پوليس او د شپږو ماشومانو په ګډون ١٣ ملکي وګړي ټپيان شول.
ددې بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
ددې خبر نور جزييات به لږ وروسته خپاره شي.