کابل(پژواک د مرغومې ١٤مه ٩٠): افغان دولت وايي،چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر له پرانيستلو سره موافقه لري.
له تېرو څو مياشتو راپدېخوا د امريکا او د وسلوالو طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په اړه راپورونه خپرېږي،خوله شاوخوا دوو مياشتو راپدېخوا دې راپورونو زور اخيستى دى،طالبانو تېره ورځ دا ومنله ،چې دسولې دخبرو اترو لپاره يې له امريکا او متحدينو سره افهام او تفهيم کړى دى.
طالبانو هم منلې ده،چې په قطرکې د خپل دفتر د پرانيستلو په خاطر يې ، له ياد هېواد څخه پرته له يو شمېر نړېوالو لورو سره هم تفاهم ته رسېدلي دي.
هغه ويناپاڼه ،چې نن د جمهوري رياست د ويندوى دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې کاږي، چې افغان دولت له جګړې څخه د افغانستان د ژغورلو، توطيې، د بې ګناه خلکو وژنې او سولې ته د رسېدو په خاطر يې، له دې مذاکراتو سلا کړى ده.
همدا راز په ويناپاڼه کې يادونه شوې ده،چې افغان دولت ددې لپاره له يادو خبرو اترو سره موافقه کوي، څو په ترڅ کې هېواد او افغان ولس دبهرنيو له پلمو او له هغوو کسانو څخه ،چې په افغانستان کې په جګړو او وينو تويونو کې ترينه استفاده کوي ، وژغورل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي: (( د افغانستان اسلامي جمهوريت يو ځل بيا په خپل تلپاتې دريځ ټينګار کوي او سولې ته د رسېدو لپاره او په افغان مظلوم ولس دتپل شوې جګړې او تاوتريخوالي له فضا څخه د راوتلو لپاره، خبرې اترې يواځينۍ لار بولي.))
سرچينه سوله د افغان ولس هېله ګڼي او ويلي يې دي،چې د افغان ولس استازو د سولي په عالي شورا او دوديزه لويه جرګه کې هم په سولې او ثبات ټينګار کړى دى.
په ويناپاڼه کې راغلي دي: (( ديادو جرګو د لارښوونو پر بنسټ او د تېرو لسو کلنو پر لاسته راوړنو ټينګار، د اساسي قانون ارزښتونو، له ملي يووالي او دافغانستان د اسلامي جمهوريت له سياسي نظام څخه ساتنه کولى شي سولې ته رسېدل يقيني کړي.))
سرچينې کاږلي دي،چې افغان دولت له تېرو څو کلنو راپديخوا په وار وار اعلان کړى ،چې له تروريزم سره د جګړې اصلي لاملونه د افغانستان په کليو او بانډو کې شتون نه لري ، نو دا جګړه د خلکو پر کورونو د بريدونو په ترسره کولو نشي ګټل کېداى.
په ويناپاڼه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په اړه د افغانستان دحکومت د نقش په باب په داسې حال کې څه نه دي ويل شوي،چې پخوا افغانستان مدام د دې هېواد په مشرۍ دسولې پرخبرو اترو ټينګار کړى دى.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، امريکا ،المان او قطر دکنفرانس په څنډه کې موافقه کړې ،څو دافغان دولت مخالفو طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانيزي.
ديادونې وړده،چې افغان حکومت ددې اقدام په غبرګون کې له قطر څخه خپل سفير را وغوښت او طالبانو ته يې په سعودى او ترکيه کې د دفتر پر پرانيستولو ټينګار کوه، خو وروسته په قطر کې دطالبانو ددفتر له پرانيستې سره يې هم موافقه وکړه.