لښکرګاه (پژواک ١٤ مرغومى ٩٠):د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې د پوليسو او ملي اردو سرتېرو تر منځ په خپلمنځي شخړه کې د اردو يو سرتېرى وژل شوى او يو پوليس ټپي دى.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګار د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې دا پېښه تېر مازيګر د ملي اردو يوې پوستې ته څېرمه رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې د ملي اردو يوه سرتېري په پوليسو له دې امله ډزې وکړې، چې د پوليسو موټر د دوى له پوستې سره د تېرېدو پر مهال پر هغوى خاورې شيندلې وې.
انګار وايي، چې د ملي اردو پر ډزو يو پوليس ټپي شو، خو د پوليسو په ځوابي ډزو کې د ملي اردو يو سرتېرى ووژل شو.
د ده په وينا، وروسته د ملي اردو سرتېرو د مارجې ولسوالۍ د پوليسو امنيه قوماندانۍ محاصره كړه او نن سهار د ملي اردو او پوليسو يو ګډ پلاوى د پېښې د څېړلو په موخه سيمې ته تللى دى.
امنيه قوماندان وويل، چې تېره شپه د ملي اردو د سرتېرو له خوا پر امنيه قوماندانۍ ډزې هم شوي، خو اوس حالات يو څه كنټرول دي.
د ملي اردو سرتېرو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا د هلمند د ملي امنيت رياست د يوه طالب قوماندان د نيولو او د وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو خبر وركړى دى.
د ملي امينت يوي سرچينې د نوم د نه ښودو په شرط پژواك اژانس ته وويل، چې دغه عمليات يې په نادعلي ولسوالۍ او د لښكرګاه اړوند سيمو كې ترسره كړي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.