چاريکار ( پژواک ١٥ مرغومى ٩٠) : د سالنګ لويه لاره، چې تېره شپه په سوېلي او شمالي سالنګ کې د واورې د اورښت او شديد توفان له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه، نن غرمه له يوې خوا خلاصه شوه.
دغه مطلب د سالنګونو د څارنې او ساتنې آمر جنرال رجب نن ( د مرغومي پنځمه) پژواک خبري اژانس ته په ډاګه کړ.
رجب زياته کړه چې په سالنګونو کې د واورې اورښت او توفان درېدلى او شمالي سالنګ د ساتنې او څارنې د کارکوونکو د سختو هلو ځلو له امله له يوې خوا پاک شوى دى.
هغه زياته کړه چې په سوېلي سالنګ کې تر دې دمه درې برفکوچونه پاک شوي او مسافروړونکي او شخصي موټر هم له يوې خوا د تلو اجازه لري.
دغه لويه لاره ، چې مرکز د هېواد په شمال او شمال ختيځ کې له ٩ ولايتونو سره نښلوي، تېره شپه په شمالي او سوېلي سالنګ کې د سختو اورښتونو له امله بنده شوې وه.
رجب له ټولو موټرچلوونکو، چې له دې لارې تګ راتګ کوي، وغوښتل ، څو له دې لويې لارې څخه د تېرېدو پر مهال د ترافيکي قواعدو د مراعات تر څنګ حتماً زنځير، ګرموونکي وسايل او داسې نور له ځانه سره ولري، څو له احتمالي خطرونو وژغورل شي.
دهغه په وينا، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ٤٠٠ کارکوونکي د واورې د پاکولو له ٥٠ وسيلو سره د لويې لارې په پاکولو بوخت دي او د لارې له پاکېدو وروسته به باروړونکو موټرو ته هم د تګ اجازه ورکړل شي.
يو مسافرعبدالله ، چې له پلخمري څخه کابل ته روان وو، پژواک خبري اژانس ته وويل : ” له تېرې شپې راهيسې د شمالي سالنګ په ملخانو سيمه کې ولاړ وو، تر دې چې نن موږ ته اجازه راکړل شوه. ))
د جبل السراج ولسوالۍ د ټرافيکو مدير نعيم الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوس مهال د تونل ددواړو خواوو موټر په نوبتي ډول تګ راتګ کوي.
په سالنګونو کې د ژمي په موسم کې تل د واورې د ښوئېدو او توفان له امله ستونزې رامنځته کېږي، چې کله ناکله د تلفاتو لامل هم کېږي.
د ١٣٨٨ کال د سلواغې په ١٩ مه په سوېلي سالنګ کې د واورې د ښوئېدو او شديد توفان له امله نږدې ١٧٠ تنه مړه او ١٢٥ تنه نور ټپيان شول.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP