لښکرګاه (پژواک ١٥ مرغومى ٩٠): د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د ټولنيزې شورا يو غړى په وسله وال بريد کې و وژل شو.
د دغه ولايت د والي وياند داوود احمدي د مرغومي په ۱۵مه پژواك خبري اژانس ته و ويل، چې دغه پېښه تېر ماښام اوه نيمې بجې رامنځته شوې ده.
احمدي وايي، ناپېژانده وسله والو د سنګين ولسوالۍ د ټولنيزې شورا پر غړي حاجي فضل محمد، چې په حاجي اسحاقزي مشهور و، ډزې وکړې او هغه يې وواژه.
د نوموړي په وينا، حاجي فضل محمد تېر ماښام په داسې حال کې ووژل شو، چې د لمانځه لپاره له کور څخه د جومات پر لوري روان و.
احمدي زياتوي، چې بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د يادونې ده، چې په تېرو دوو اونيو كې دټولنيزو شوراګانو دغه دريېم غړى دى، چې وژل كېږي.
له دې مخکې په لښکرګاه او موسى کلا ولسوالۍ کې هم د ټولنيزو شوراګانو غړي وژل شوي دي.