مزار شريف (پژواک ١٥ مرغومى ٩٠): د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونو په مزار شريف کې د يوه طالب قوماندان د وژلو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سهار وخته د ايساف او افغان ځواکونو يوې ګډې امنيتي ډلې د يوه طالب قوماندان پر ضد په مزار شريف کې عمليات ترسره کړل.
سرچينې زياته کړې، چې د دغو عملياتو پر مهال معلومه شوه، چې دغه طالب قوماندان ګډو ځواکونو ته ګواښ رامنځته کوي، هغه وو چې ګډو ځواکونو پرې بريد وکړ او هغه يې وواژه.
ايساف په دې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې وژل شوى طالب قوماندان په بلخ ولايت کې د وسله والو مالي او لوجستيکي مسووليت پر غاړه درلود او پر افغان ځواکونو په بريدونو او ماين چاودنو کې هم لاس درلود.
په شمال کې د پوليسو د ٣٠٣ قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي پژواک اژانس ته وويل، چې ايساف ځواکونو دغه عمليات د مزار شريف ښار د کارته اريانا په سيمه کې ترسره کړي دي.
نوموړي د ايساف له خوا د يوه تن له وژل کېدو ناخبري وښوده، خو زياته يې کړ ه، چې ايساف له ځان سره درې تنه وړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.