هرات (پژواک ١٥ مرغومى ٩٠): له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا جريان له تېرو درېيو ورځو راهيسې قطع شوى او سيمه ييز چارواکي وايي،چې لږترلږه به دغه برېښنا تر څلور ورځو پورې قطع وي.
دا وضعيت په داسې حال کې را منځ ته شوى ،چې په عادي حالت کې هم له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا ولټاژ ټيټ دى او په هرات کې برېښنا د نوبت په ډول وېشل کېږي.
دهرات د برېښنا رياست تخنيکي مرستيال محمدطاهر عظيمي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې له ترکمنستان څخه د برېښنا په ستنو کې د فني ستونزې د راپېدا کېدو له امله، برېښنا دهرات په شمال کې قطع شوې ده.
هغه وويل: (( له خطرونو څخه دمخنيوي په خاطر او د بغرچر په بند کې د برېښنا د دوو سمنټي ستنو دچپه کېدو له امله ، د دوو اوسپنيزو ستنو دجوړولو کار مو پيل کړى دى، نو له دې امله د ورځې په اوږدو کې برېښنا قطع کېږي او د مناسبې هوا د شتون په حالت کې به دا ستونزه تر څلورو ورځو پورې هواره شي.))
عظيمي زياته کړه،دا دوه ستنې د هغو ٦٤ سمنټي ستنو له ډلې څخه دي ،چې په لوړو سيمو او يا د بغرچر او کمرکلاغ په سيمو کې په اوبو کې نصب شوې دي.
دهرات دبرېښنا د نوموړي مسوول په وينا، د اوبو او برېښنا وزارت له لارښوونې سره سم اټکل کېږي ،څو په هغو سيمو کې چې خطر لږ دى د ٦٤ نويو اوسپنيزو ستنو په نصبولو سره ، دې ستونزې ته دپاى ټکى کېښودل شي.
دهرات دبرېښنا رياست تخنيکي مرستيال وويل،چې ددې پروژې د پيل دکره نېټې او مالي لګښت په اړه معلومات نه لري.
خو دهرات ښار د پنځمې ناحيې دمناره ها سيمې اوسېدونکي ٣٠ کلن حفيظ الله پژواک اژانس ته وويل،چې دهرات د برېښنا ستونزه له هغه څه څخه، څو ځله زياته ده،چې چارواکي يې وايي.
هغه زياته کړه: (( لږ ترلږه څلور کاله مخکې دبرېښنا ستونزه پيل شوه ،خو سږ کال دا ستونزه پراخه شوې ده، ولټاژ يې ان له ٥٠ ولټو څخه هم لږ دى، ډېره زياته قطع کيږي او نوبتي وېش يې هم په سمه توګه نه ترسره کېږي.))
دهرات ددې اوسېدونکي په وينا، دا وضعيت ددې لامل شوى ،څو برېښناييز وسايل عوارض وکړي او يا ترې استفاده هم ونه شي.
د هرات دبرېښنا رياست تخنيکي مرستيال تاييد کړه،چې د برېښنا قطع کېدل او ټيټ ولټاژ په دې ولايت کې، د خلکو لپاره د ډېرو ستونزو د راټوکېدو لامل شوى دى.
دهغه په وينا، دمګړۍ له ايران څخه د وارداتي برېښنا لېږد په طبيعي او سټنډرډ حالت ترسره کېږي،خو له ترکمنستان څخه هرات ته دبرېښنا په لېږد او وېش کې دوه سترې ستونزې شتون لري.
له خطر څخه په ډکو سېمو کې د ستنو لګول او د برېښنا ټيټ ولټاژ هغه دوه سترې ستونزې دي ،چې ددې مسوول په وينا،د ترکمنستان وارداتي برېښنا ورسره مخ ده.
د هرات دبرېښناد ادارې ياد مسوول وويل: ((ددې ستونزې دختمولو لپاره بايد دستنو ځاى بدل شي،د مخکينو ستنو پر ځاى دې اوسپنيزې ستنې ولګول شي او ددې خط له ولټاژ څخه پرته ، له ١١٠ ولټو څخه دې ٢٢٠ ولټو ته لوړ شي.))
دهرات برېښنا په کال ١٣٨٢ کې له ايران څخه د دوو مزو او له ترکمنستان څخه د يوه مزي په غځولو سره ،هرات ولايت ته ولېږدول شوه.
دا مهال له ايران او ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا د مشترکينو شمېر په هرات ښار ، غوريان،کهسان،زنده جان،ګذره او انجيل ولسواليو کې څه باندې ١٥٠ زرو مشترکينو ته رسېږي.
دهرات دبرېښنا رياست دمعلوماتو پر بنسټ،له ايران څخه ټوله وارداتي برېښنا ٤٠ميګاواټه او له ترکمنستان څخه شاوخوا ٢٠ ميګاواټه ده، خو ددې ولايت اوسنۍ اړتيا څه دپاسه ١٥٠ ميګاواټه ده.