Language

ميدان ښار (پژواک ١٥ مرغومى ٩٠): په ميدان وردګو کې د ايم ټي اېن او روشن ټيلېفوني کمپنيو د انتنونو د ساتونکو پر ځاى د ملي اردو سرتېري د هغو ساتنه کوي.

د ايم ټي اېن ټېلېفوني کمپنۍ يوه لوړ پوړي کارکوونکي پژواک اژانس ته د نوم د نه ښودلو په شرط و ويل، چې څه موده وړاندې د ميدان وردګو د چک ولسوالۍ په لنګر سيمه کې د دوى پر انتن د وسله والو طالبانو له خوا بريد شوى و.

د هغه په وينا، له همدغه بريد وروسته دوى له ملي اردو څخه مرسته وغوښته، چې د دوى د انتنونو ساتنه وکړي.

د ٢٠١ سېلاب قول اردو د څلورمې لوا قوماندان بريد جنرال عبدالرازق پژواک اژانس ته و ويل، چې له دوى څخه د روشن او ايم ټي اېن د انتنونو ساتونکو غوښتنه کړې وه، چې د انتنونو د امنيت په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

نوموړى وايي، چې اوس هم که د روشن او ايم ټي اېن کار کوونکي له دغه کاره شکايت کوي، دوى به خپل سرتېري ترې وباسي.

د هغه په وينا، د ملي اردو سرتېرو يواځېنۍ موخه خلکو ته خدمت او د امنيت ساتنه ده.

د چک ولسوال محمد اسمعيل وفا هم پژواک اژانس ته و ويل، چې دغه مهال د چک ولسوالۍ د لنګر په سيمه کې د روشن او ايم ټي اېن انتنونو د امنيت ساتنه د ملي اردو سرتېري کوي.

خو نوموړي په دې اړه نور معلومات نه درلودل.

د چک ولسوالۍ د لنګر سيمې يوه اوسېدونکي محمد شريف وايي، چې د انتنونو د ساتنې په پوستو کې مېشت د ملي اردو سرتېري له خلکو سره ډېر ښه چلند کوي او خلک ترې خوښ دي.

د نوموړي په وينا، تر اوسه يې هېڅ څوک نه دي ازار کړي او خپله دنده ترسره کوي.

د يادونې ده، چې د ملي اردو له سرتېرو سره سره په چک ولسوالۍ کې د شپې له خوا د ټېلېفوني شبکو انتنونه کار نه کوي او غير فعال وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.