Language

لښکرګاه ( پژواک ١٦ مرغومى ٩٠ ) : افغان او ايساف ځواکونو په بېلا بېلو عملياتو کې د سلګونو کيلو ګرامه نشه يي توکيو او يوه اندازه چاودېدونکيو توکيو او وسلو د نيولو خبر ورکړ.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان او ايساف ګډو ځواکونو تېره ورځ د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال د نشه يي توکيو يوه زېرمه کشف کړه.

سرچينې زياته کړې چې له دې زېرمې څخه يې ١١٠٠ کيلو ګرامه چرس او ٤٠٠ کرامه يې تخم ترلاسه او په همدې سيمه کې يې وسوځول.

د يوه بل  خبر له مخې، د هلمند ولايت د ملي امنيت  موظفينو ديوې اندازې نشه يي توکيو او وسلو د نيولو خبر ورکړى دى.

ددې ولايت د ملي امنيت رياست يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دا توکي يې پرون په نادعلي او مارجې ولسواليو کې د عملياتو پر مهال نيولي دي.

سرچينه وايي چې په دې عملياتوكې يې ۱۱ كړۍ ماينونه ،دوه پايې مخابرې،څلور ميله ټوپك او همدا راز يې له زرو زياتې دكلاشينكوف ،دهشكې او پيكا مرمۍ نيولي اوترڅنګ يې بېلابېل دماينونو او چاوديدونكيو وسايل تر لاسه كړي دي.

سر چينه  وايي، چې له دې توکيو سره د تړاو په تور څوک نه دي نيول شوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.