کابل (پژواک ١٦ مرغومى ٩٠) : د سياسي چارو يو شمېر شنونکي وايي چې دسولې خبرې اترې اوس په لومړنيو پړاونو کې دي، نو ځکه په افغانستان کې د اوربند امکانات کم دي.
په دې وروستيو کې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانېستلو او د امريکا او وسلوالو طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو په اړه راپورونه خپاره شوي وو، خو وسلوالو طالبانو د رسنيو له بيا بيا پوښتنو سره سره غبرګون نه ښود.
خو څو ورځې مخکې وسلوالو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ومنله، چې په قطر کې يې د خپل دفتر د پرانېستلو لپاره د ياد هېواد په ګډون له يو شمېر نړيوالو لورو سره تفاهم کړى دى.
د ځينو هېوادوالو په اند،دا چې اوس د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي ،په قطر کې د طالبانو دفتر پرانېستل کېږي او د افغانستان حکومت هم ددې خبرو هرکلى کړى، نو بيا جګړه د څه لپاره روانه ده ، بايد په جګړه کې ښکيل لوري اوربند اعلان کړي.
خو د سياسي چارو کار پوهه وحيد مژده وايي چې اوس د سولې په اړه خبرې په لومړني پړاو کې دي او د اوربند خبره مطرح شوې نه ده .
هغه د مرغومي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، لکه څنګه چې وسلوالو طالبانو د سولې په اړه د خبرو لومړى شرط له افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو وتل بللي و ، تر اوسه معلومه نه ده، چې تر ٢٠١٤ کال پورې به بهرنيان ووځي او کنه .
مژده وويل : (( کله چې اوربند ته خبره ورسيږي ، نو دا په دې مانا شوه ، چې د سولې خبرې پرمخ ځي او سوله به ټينګېږي .))
خو سرچينه زياتوي چې تراوسه خبرې په لومړني پړاو کې دي .
هغه د سولې لپاره د امريکا داهڅې له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د وتلو يوه لار بولي، چې په وينا يې امريکا غواړي چې داسې يو حالت رامنځته کړي، ترڅو له افغانستان څخه ووځي .
خو مژده زياته کړه :(( دا ښه خبر ده، چې اوربند وشي او که وشي ، په دې مانا ده ، چې سوله کېداى شي .))
د سياسي چارو يو بل کار پوه محمد حسن حقيار هم وايي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې په لومړي پړاو کې دي ، نو ځکه دومره ژر اوربند کول ناممکن دى.
د نوموړي په وينا،دافغانستان روان بحران ډېر ژور دى او ددې بحران هوارى ډېرکار غواړي ، يواځې له څو لومړنيو اړيکو نيولو سره دا ژورې شخړې نه هوارېږي.
حقيار زياتوي چې دا خبرې اترې اوس د باور پيدا کولو لپاره روان دي او کله چې باور پيداشي، بيا به بنديان خوشې کېږي او دا کار به اور بند لپاره لاره هواره کړي.
خو د سياسي چارو يو بل پوه او د کابل د حقوق او سياسي علومو پوهنځي استاد نصرالله ستانکزى بيا پراوربند ټينګار کوي او زياتوي چې اوربند کول پخپله سولې ته لاره برابروي.
دى وايي چې بايد د خبرو له پېل څخه مخکې اوربند وشي .
هغه زياته کړه : (( دا چې طالبان او افغانستان ته راغلي بهرني ځواکونه اوربند کوي او که نه ، هغه بېله خبر ده .))
دغه راز د سياسي چارو يو بل پوه او د کابل د حقوق او سياسي علومو پوهنځي استاد ودير صافى بيا وايي چې که واقعاً دواړه خواوې سوله غواړي ، نو بايد د حسن نيت لپاره اوربند وکړي .
هغه زياته کړه : (( هغه نورې خبرې چې کومه خوا څه شرايط لري ، هغه دې بيا په خبرو کې مطرح کړي، خو مخکې له دې بايد اوربند وکړي . ))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP