Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په سروبي کې د واورې او يخک له امله د پنځو ساعتونو لپاره لار بنده وه

مهترلام ( پژواک ١٦ مرغومى ٩٠  ) : د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د کابل د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د واورې او يخک له امله لويه لاره د پنځو ساعتونو لپاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.

د سيف الرحمن په نامه ددې لارې يو تن مسافر، چې نن د مرغومي په ١٦مه، سهار وخته له کابل څخه د جلال اباد پر لور  روان  شوى و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نغلو په ساحه کې څو کيلو متره سړک يخک نيولى و.

هغه زياته کړه چې له ماهيپر څخه تر سروبي پورې په بېلا بېلو سيمو کې واوره اورېدلې ، چې له امله يې لاره بنده وه.

نوموړي وويل چې د لارې د بندېدو له امله د سړک دواړو لوريو ته سلګونه موټر ولاړ و او په سخته يخنۍ کې مسافر له سختو ستونزو سره مخ وو.

سيف الرحمن د ملي اردو له ځوانانو مننه وکړه، چې د سړک په خلاصولو کې يې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړې.

د سروبي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال احمدالله اوريا پژواک اژانس ته وويل چې د واورو او يخک له امله په ياده شوې سيمه کې لاره د سهار  له نهو بجو څخه تر دوو  بجو پورې بنده وه.

د هغه په وينا، د ملي اردو او پوليسو په هلو ځلو لاره خلاصه شوې ، خو اوس هم د موټرو د زياتې شمېرې له امله ځينې ستونزې شتون لري.

ديادونې ده چې د کابل – شمال لويه لاره هم په سالنګونو کې د واورو او توفانونو له امله له پرون راهيسې بنده ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.