جلال اباد (پژواک ١٧ مرغومى ٩٠): د ننګرهار دکرنې رييس وايي، چې د خوراک او کرنې نړيوال سازمان په مرسته د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې د لبنياتو د پروسس پروژه پيلوي.
د ننګرهار دکرنې رييس محمد حسين ساپي نن (د مرغومي ١٧مه) پژواک اژانس ته و ويل، چې د خوراک او کرنې سازمان (F.A.O) په ٤،٦ ميليونه امريکايي ډالره مرسته يې د دغه پروګرام لپاره درې کلنه پروژه تر لاس لاندې نيولې ده. نوموړي زياته کړه، چې د پروژې په لومړي پړاو کې يې د بټي کوټ، بهسودو، سره رود، ښېوې، کامې او غني خېلو ولسواليو ١٥٠٠ مالداران او پاده وانان د يوه کال په موده کې روزلي دي. د کرنې د رييس په وينا، نن يې د دغه پروګرام دويمه برخه پيل کړه، چې له مخې به يې روزل شوو مالدارانو ته د څارويو د درملو او وښو ورکولو تر څنګ، په راتلونکو څو ورځو کې په جلال اباد ښار کې د لبنياتو د پروسس د يو پرمختللي مرکز د بنسټ ډبره کېږدي. هغه و ويل، چې دغه مرکز به په منځنۍ کچه د ورځې ٢٠ ټنه د څارويو خوراکي توکي توليدوي او لس زره لېتره شېدې به له پروسس وروسته په ځانګړو قوتيو کې بسته بندي کوي. د نوموړي په وينا، په روزل شويو مالدارانو کې ٥٠ سلنه د يادو ولسواليو ښځينه مالدارانې دي. د بهسودو ولسوالۍ د قومي او پرمختيايي شورا غړي ملک ولايت خان پژواک اژانس ته و ويل، چې په بهسودو ولسوالۍ کې د کابل او کونړ سيندونه بهيږي او ځمکې يې د څارويو د څر لپاره ښې ورشوګانې لري. نوموړي زياته کړه: ((زموږ په ولسوالۍ کې ٢٢٠ تنه داسې مالداران شته، چې هر يو يې له ٥٠ تر ١٠٠ پورې مېښې او غواګانې لري.)) ملک ولايت خان و ويل، چې د بهسودو ګوجر او مالداران اوس مهال لبنيات له پروسس پرته په جلال اباد ښار کې پلوري. د ده په وينا، د کرنې د رياست دغه پروژه به په ننګرهار کې مالدارۍ ته د ودې ورکولو تر څنګ، له ګاونډي هېواد څخه د لبنياتو د واردولو مخه هم ونيسي. د يادونې وړ ده، چې د جګړې تر کلونو وړاندې د ننګرهار د کانال رياست په بېلابېلو فارمونو کې سلګونه زراعتي غواګانې ساتلې وې، چې په دولتي کچه يې د لبنياتو د پروسس کارخانې هم درلودې.