ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايساف د يوه مهم طالب قوماندان د نيولو خبر ورکړ

ايساف د يوه مهم طالب قوماندان د نيولو خبر ورکړ

author avatar
8 Jan 2012 - 11:53
ايساف د يوه مهم طالب قوماندان د نيولو خبر ورکړ
author avatar
8 Jan 2012 - 11:53

جلال اباد ( پژواک ١٨ مرغومى ٩٠ ) : ايساف وايي چې له افغان ځواکونو سره په ګډه يې په  ننګرهار ولايت کې يو مهم طالب قوماندان نيولى دى.

په کابل کې د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه د مرغومي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې نيول شوى طالب قوماندان مشهود نوميږي.

سرچينې زياته کړه چې نوموړى قوماندان  تېره اونۍ د افغان او ايساف ځواکونو په ګډو عملياتو کې نيول شوى دى.

ايساف وايي چې مشهود په سيمه کې په پراخو بريدونو او د وسلو په لېږد کې لاس درلود.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، مشهود په هغه چاودنه کې هم لاس درلود،  چې تېره مياشت په غزني ولايت کې يې له امله پنځه تنه وژل شوي وو.

خو سرچينې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د سرخرود ولسوال سيد  علي اکبر سادات له دې عملياتو او طالب قوماندان له نيول کېدو بې خبري وښوده، خو د ننګرهار دوالي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک ته وويل چې تېره اونۍ ايساف ځواکونو د ولسوالۍ د باولۍ له سيمې څخه يو تن مخالف نيولى و.

دغه راز ايساف په ياده شوې خبرپاڼه کې د کندهار په ميوند او غورک ولسواليو کې ددرې وسلوالو طالبانو له يوشمېر وسلو او مهماتو سره د نيولو خبر ورکړى دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.