مزار شريف (پژواک ١٨ مرغومى ٩٠): د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ كې د ۵،۵ ميليونو ډالرو په ارزښت د کرنې او مالدارۍ او بيارغونې په برخو کې پروژې پلې كېږي.
په دغو پروژو کې چې د کرنې او مالدارۍ، د کليو د پراختيا او بيارغونې، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د ماليې وزارت له خوا پلې کېږي، د شيدو د پروسس، د پنبې توليد او د ١٨ کيلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړول په کې شامل دي.
د دې پروژې په اړه د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل او د کرنې او مالدارۍ وزير محمد اصف رحيمي نن (د مرغومي ١٨مه) په بلخ ولايت کې په يوه خبري غونډه کې وويل، چې دغه پروژه د ۵،۵ ميليونو ډالرو په ارزښت د راتلونكو درېيو كلونو لپاره پلې كېږي.
ضرار احمد مقبل وويل، چې د يادې شوې پروژې د پلي کېدو له امله به په بلخ ولسوالۍ كې د لبنياتو د توليد د ډېرښت او د پروسس توليدي چارې پيل شي.
د ده په وينا، همداراز به د پنبې د توليد او پروسس په برخه کې هم چټک ګامونه واخيستل شي او له امله به يې په بلخ ولايت کې د پنبې د توليد په برخه د پام وړ ډېرښت راشي.
مقبل زياته کړه، چې د همدې چارو د ښه سمبالښت په موخه به د بلخ ولسوالۍ له مزارشريف ښار سره ونښلوي او ١٨ کيلومتره سړک به په پاخه اساسي ډول جوړ کړي.
د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې وزير وويل، هيله لري چې په سيمه كې د دغو پروژو له پلي کېدو وروسته به د كوكنارو كر پاى ته ورسېږي.
د كرنې او مالدارۍ وزير محمد اصف رحيمي په همدې خبري ناسته كې وويل، چې د يادو شويو پروژو بنسټيزه موخه د كرنيز او سيمه ييز اقتصاد پياوړتيا ده.
نوموړي زياته كړه، چې په هېواد كې په لومړي ځل په يوه ولسوالۍ كې په دومره كچه پروژه پلې كېږي.
د هغه په وينا، دغه پروژه به د کروندګر او مالدار له لارې د هېواد د اقتصاد په پياوړتيا كې مهم رول ولري.
د يادې شوې پروژې مشر ضرار احمد مقبل وويل، چې دغه پروژه به له بلخ څخه وروسته په ننګرهار او بدخشان ولايتونو كې هم پلې شي او په روان كال كې په پام كې لري، چې د هېواد په ۱۳ ولايتونو كې يې پلې كړي.