Language

په هلمند کې يوطالب قوماندان د سولې له بهير سره يو ځاى شو

لښکرګاه(پژواک ١٨ مرغومى٩٠ ) :د هلمند ولايت مسوولين وايي چې د وسلوالو مخالفينو يو قوماندان د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى او درې وسلوال مخالفين د ناټو په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي د مرغومي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سولې پروسې سره يو ځاى قوماندان عبدالستار نوميږي .

هغه زياته کړه چې عبدالستار د كجكي ولسوالۍ په زمينداورسيمه كې له تېرو څو كلونو راهيسې د دولت پرضد فعاليتونه ترسره كول .

احمدي وايي چې نوموړى پرون د ولايتي ادارې  په  هلو ځلو له وسلوال مخالفت څخه لاس په سر او د  سولې له پروسې سره يوځاى شو.

د نوموړي په وينا، ياد قوماندان ‌په همدې ورځ اوه ميله كلاشينكوفونه،يوميل راكټ،يوه پايه مخابره او يو عراده موټرسايكل د سنګين ولسوالۍ امنيتي مسوولينوته وسپارل.

د يوه بل خبرله مخې، پرون د نادعلۍ ولسوالۍ د نري مانده په سيمه كې درې وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

احمدي وايي چې وژل شويو کسانو په سيمه کې دكوكنارو د كر پروړاندې د عملياتو پر مهال ستونزې رامنځته کولې، چې د  ايساف له خوا له هوا څخه په نښه او ووژل شول.

نوموړي زياته کړه چې ددې کمپاين پر مهال څلور تنه کروند ګر او يو وسلوال مخالف هم نيول شوى دى.

هغه وويل چې په دې عملياتوكې امنيتي ځواكونو ته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

وسلوالو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې پرون په ناد علي ولسوالۍ کې دکوکنارو د کر د له منځه وړلو په موخه پراخه عمليات پيل شوي دي.