کابل-جلال اباد (پژواک ١٩ مرغومى ٩٠): افغان او نړيوالو ځواکونو په بېلابېلو عملياتو کې د دوو قوماندانانو په ګډون د ١٥ وسلوالو مخالفينو د نيولو خبر ورکړ.
په کابل کې د ايساف د مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې نن سهار وخته يې د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي.
سرچينې زياته کړې، چې له افغان ځواکونو سره په ترسره شوو دغو عملياتو کې دوه وسلوال مخالفين نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په يادو عملياتو کې يوه اندازه چاودېدونکي توکي او وسلې هم ترلاسه شوې دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم د دغو عمليات پخلى شوى او زياته شوې، چې په ترڅ کې يې درې مخالفين نيول شوي دي.
د خوګياڼو ولسوال حاجي محمدحسن پژواک ته و ويل، چې دغه عمليات د ولسوالۍ د نکړخېلو په سيمه کې ترسره شوي دي، چې پر مهال يې دوه تنه شکمن نيول شوي دي.
دغه راز ايساف د خوست په باک ولسوالۍ کې د حقاني ډلې د يوه قوماندان او د هلمند په نهرسراج ولسوالۍکې د دوو طالبانو د نيولو خبر هم ورکړى دى.
بلخوا د ملي دفاع وزارت په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو يې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په بېلابېلو سيمو کې ١٠ وسلوال مخالفين نيولي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.