ګردېز (پژواک ۱۹ مرغومى ۹۰): يو شمېر موټر چلوونکي وايي، چې د سټو او تېرې کنډو لاره په سمه توګه له واورې نه پاکيږي او له امله يې ترافيکي پېښې ډېرې شوې دي.
د پکتيا ولايت اړوند پر سټو او تېرې کنډو د تېرې شوې لويې لارې مسافر او چلوونکي هر کال د ژمي په موسم کې د واور له امله له ستونزو سره مخ وي.
د پکتيا د فوايد عامې رياست چارواکو د واور له اورېدو مخکې پژواک اژانس ته ويلي وو، چې د لارو د پاکولو په موخه يې څلور ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې او سږ کال به په دې برخه کې ډېرې ستونزې نه وي.
د يوې لارۍ چلوونکي شريف الله پژواک اژانس ته و ويل، چې د دواړو کنډوونو سړکونه کنګل شوي او موټر په کې ښويېږي.
د هغه په وينا، چې د ده موټر هم د يخک له امله ښويېدلى او د غره له ډډې سره يې ټکر کړى، چې له امله يې شاوخوا پنځوس زره افغانۍ زيان ورته اوښتى دى.
نوموړي و ويل، چې پر سړکونو شوې واوره سمه نه ده پاکه شوې او د تېرې کنډو په برخه کې واوره يخک شوې او موټر په کې په ډېره سختۍ تېريږي.
شريف الله زياته کړه: ((له پرون راهيسي دلته ولاړ يم او له شلو زيات موټرونه مې وليدل، چې يا يې له بل موټر سره ټکر کړى او يا د غره له ډډو سره لګېدلي دي.))
د څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکي مامور جان پژواک اژانس ته و ويل، چې د څمکنيو او ګردېز په لويه لاره هم د يخک له امله موټر چلوونکي له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي و ويل، چې تېره ورځ له خوست څخه ګردېز ته راغلى او د سټو په کنډو کې يې ليدلي، چې خلک له ډېر ستونزو سره مخ دي.
د ده په وينا، په سټو کنډو کې واوره هم په سمه توګه ده پاکه شوې او د غرو له ډډو څخه سړک ته اوبه رابهيږي او بيا کنګل کېږي.
خو د پکتيا د فوايدعامې چارو رييس عبدالله دراني پژواک اژانس ته و ويل، چې په لارو باندې د هوا د سړوالي له امله پاتې واورې او اوبه کنګل شوې دي.
د ده په خبره، چې موټر چلوونکي بايد په داسې حالاتو کې خپلو موټرو ته چاينونه وتړي.
ده و ويل: ((موږ خپل کار کړی دی، له لارو مو واوره ايسته کړې، خو دا چې کنګل زيات شوی، دا د هوا د سړوالي له امله ده او يوازېنۍ لاره يې د چاينونو تړل دي.))
عبدالله درانى وايي، چې دوى هره ورځ د کنګل د اوبه کولو په موخه، ځانګړې شګه او مالګه پر سړکونو اچوي، خو هوا ډېره سړه شوې او دومره اغېزمنه نه تماميږي.
د يادونې ده، چې هر کال د ژمي په موسم کې په يادو دواړو کنډوونو کې خلک او چلوونکي د واورو او کنګل له امله په ساعتونو ساعتونو بند پاتې کېږي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن