لښکرګاه (پژواک ١٩ مرغومى ٩٠): د هلمند چارواکي وايي، چې د ايساف ځواکونو په عملياتو کې د درېيو ولسواليو لپاره د وسله والو طالبانو له خوا ټاکل شوى قوماندان ونيول شو او يو ملګرى يې وژل شوى دى.
د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه نن (د مرغومي ١٩مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه قوماندان د کوچني ملا عبدالباري په نوم مشهور او د موسى کلا، باغران او کجکي ولسواليو نظامي قومانداني ور تر غاړې وه.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې نيول شوى قوماندان او ملګرى يې علي محمد، چې په دغو عملياتو کې وژل شوى، د ماينونو په خښولو او جوړولو کې ځانګړى مهارت درلود.+
د سرچينې په وينا، د ايساف ځواکونو له خوا ترسره شوي عمليات تېره اونۍ د کجکي په ولسوالۍ کې ترسره شوي وو او له څېړنو وروسته په ډاګه شوه، چې د عملياتو په ترڅ کې نيول شوى کس ملا عبدالباري دى.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې ملا عبدالباري پخوا د طالبانو له خوا د يو شمېر ولسواليو د ولسوال په توګه هم دندې تر کړې، چې په وروستيو کې د کوېټې شورا له خوا د يادو درېيو ولسواليو د پوځي مسوول په توګه ټاکل شوى و.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو عملياتو کې ملکي وګړو او د ايساف ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي د دولتي چارواکو دغه ادعا ردوي او وايي چې دوى په دغه نوم په ياده سيمه کې هېڅ قوماندان نه لري.