Language

لښکرګاه (پژواک ١٩ مرغومى ٩٠): د هلمند والي محمد ګلاب منګل وايي چې ډېر ژر به په کجکي ولسوالۍ کې د بيارغونې يو شمېر پروژې پيل شي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون له يو شمېر چارواکو او د رسنيو استازو سره، کجکي ولسوالۍ ته د سفر پر مهال وکړې.

ګلاب منګل دې ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د قومي مشرانو، ديني عالمانو، مخورو او د سيمې له اوسېدونکو سره په لويه غونډه کې ګډون وکړ.

هغه زياته کړه، چې دا مهال ځايي ادارې ټول پام د هلمند شمالي سيمو ته اړولى او پلان لري په دې سيمو كې هم د هلمند د سوېلي سيمو په څېر امنيت ډاډمن او د بيارغونې او پرمختګ لپاره لاره هواره كړي.

د نوموړي په وينا، په دې ولسوالۍ كې د برېښنا ظرفيت د لوړېدو ترڅنګ د سړكونو، ښوونځيو او روغتيايي مركزونو جوړول يې له لومړيتوبونو څخه دي اوپه نږدې راتلونكي كې به ورباندې كار پيل شي.

والي د سيمې له اوسېدونكو وغوښتل، چې د سولې پيغام هغه كسانو ته ورسوي، چې د دې ولسوالۍ اوسېدونكي دي او له تېرو څو كلونو راهيسې د دولت په مخالفت كې ولاړ دي او له خپلو سيمو څخه دې هغه بهرني ترهګر وشړي، چې د كجكي د اوسېدونكو ژوند يې دا څو كلونه ناارامه كړى وو.

بل خوا د كجكي اوسېدونكي وايي، چې د ژوند له هر ډول اسانتياوو څخه بې برخې پاتې شوي دي.

دوى په خپله سيمه كې د بيارغوني د پروژو او د ژوند د اسانتياوو د برابرولو غوښتنه كوي او وايي، چې له تېرو شپږ كلونو راهيسې يې په سيمه کې هېڅ کار نه دى شوى.

د حاجي سراج الدين په نوم د كجكي يوه اوسېدونكي، دې ولسوالۍ ته تللو خبريالاتو ته وويل چې له تېرو شپږو كلونو راهيسې يې په سيمه كې جنګونه او ناامنۍ وې، چې له امله يې په سيمه كې ښوونځى بندي دي، روغتيايي مركزونه يې وران شوي او امنيت يې هم د ډاډ وړ نه دى.

نوموړي غوښتنه وكړه، چې مركزي دولت او مرسته كوونكي هېوادونه دې د امنيت د ټينګولو ترڅنګ د دوى سيمې ته د پرمختيايي پروژو په وركولو كې پوره پاملرنه وكړي او د خلكو ستونزې هوارې كړي.

د عطاءالله جان په نوم د كجكي بازار د سيمې اوسېدونكي هم له مرسته كوونكو هېوادونو او افغان دولت څخه ګيله كوله، چې ګواكې د دوى له خلكو سره د مور مېرې  چلند كوي.

هغه پژواک ته وويل، چې نږدې شپږ كاله يې د دوى سيمه د دولت مخالفينو ته پريښې وه، چې له امله يې د دې سيمې اوسېدونكو په دې موده كې يواځې جنګونه، بمبارۍ او مرګ ژوبله ليدلې ده.

عطاءالله وايي چې ځوانان يې بېكاره دي، د خلكو اقتصاد روانې جګړې خراب كړى او ماشومان يې د زده كړې له نعمته بې برخې دي.