Language

دولت د غير متمرکز اکثريت غوښتونکي سيسټم لپاره هڅه وغندله

کابل ښار (پژواک ٢٠  مرغومى ٩٠): افغان دولت د برلين د غونډې په اړه وايي: د هر ډول غونډې، اقدامات او څرګندونې چې د ملي يووالي له روحيې او د افغانستان د اساسي قانون له مندرجو اصولو سره په تضاد کې وي، مخالفت کوي.

تېره ورځ د المان په برلين کې د ملي جبهې مشر احمدضيا مسعود، د ملي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم، د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق، د افغانستان  د ملي امنيت پخواني مشر امرالله صالح او د امريکا د کانګرېس د څلورو غړو په ګډون يوه ناسته جوړه شوه.

ياد شوي کسان، د افغان دولت اوسنى سيسټم (رياستي نظام) د ستونزو زېږنده بولي او د غير متمرکز اکثريت غوښتونکي سيسټم په لټه کې دي.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د چا د نوم له اخيستو پرته ليکي، چې افغان دولت د خلکو او بهرنيو بنسټونو نقش د هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه بولي، هغه غندي او په ډاګه کوي چې په راتلونکي کې بايد داسې حرکتونه تکرار نه شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د برلين غونډې د ګډونوالو د نوم له اخيستلو پرته ويلي دي، چې ناسته د سپين انسټيټيوت له لوري د يو شمېر افغانانو په ګډون د المان په برلين ښار کې جوړه شوې وه.

په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتونو سفارت هم، نن د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې له يو موټي افغانستان څخه د دې هېواد د اوږدمهال ملاتړ اعلان وکړ او ټينګار يې کړى، چې د دې خبرې خلاف هر ډول څرګندونې، په بشپړه توګه بې بنسټه دي.

د امريکا سفارت خبرپاڼه، په افغانستان کې د سولې او سياسي بهير، د افغان منتخب دولت او د دې ولس حق بولي او ويلي يې دي، چې په دې اړه هر ډول وينا، په بشپړه توګه ناسمه  ده.

په راپورونو کې راغلي دي، چې د امريکا د کانګرېس غړي ډاناروراباکر پخوا هم ياد شوي کسان جرمني ته وربللي وو او هغوى يې په افغانستان کې د فډرالي نظام پلي کولو ته هڅولي وو.