جلال اباد (پژواک ٢٠ مرغومى ٩٠): په جلال اباد ښار کې نن سهار دوه پرله پسې چاودنې وشوې، چې له امله يې د پژواک د کمره مين په ګډون اوه تنه ټپي شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مرستيال او د امنيت امر سمونوال معصوم هاشمي د مرغومي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنې نن سهار وخته د ٦ او ٧ بجو تر منځ رامنځته شوې.
هغه زياته کړه، چې لومړۍ چاودنه د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند بهسودو پله ته څېرمه د خوراکي توکو د يوه پلورنځي مخې ته، چېرې چې د حاجي ظاهر په مشرۍ په ولسي جرګې له قانون څخه د ملاتړ د ايتلاف دفتر په پنځه متره کې شتون لري، وشوه.
دى وايي، چې په دې چاودنه کې دوه ملي پوليس ټپيان شول.
د هاشمي په وينا، کله چې پوليس او د ماين شنډولو ډله ساحې ته ورسېده، نو څو شېبې وروسته د لومړۍ چاودنې په شل مترۍ کې، په بله کوڅه کې هم چاودنه رامنځته شوه.
د امنيت د امر د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې د ماين شنډولو د ډلې دوه کارکوونکي او د پژواک وېډيو کمره مين ټپي شول.
خو د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر بازمحمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې له دواړو چاودنو ورته اوه ټپيان ور وړل شوي دي.
د پژواک اژانس ويډيو کمره مين ببرک امېرزاده، چې په دويمه چاودنه کې ټپي شوى وايي، چې نن سهار له لمانځه وروسته په بهسودو ولسوالۍ کې په خپل کور کې و، چې د چاودنې غږ يې واورېد.
هغه وايي، کله چې د پېښې ځاى ته ورسېد او د چاودنې ويډيو يې اخيسته، نو نږدې بله چاودنه وشوه.
اميرزاده وويل: ((سيمې ته پوليس هم راغلي وو او زه هم د ويډيو په اخيستلو بوخت وم، چې ناڅاپه بله چاودنه وشوه، چې له امله يې زه او څو نور کسان ټپيان شوو.))
د پژواک ويډيو کمره مين اوس د عامې روغتيا په روغتون کې تر عمليات لاندې دى او ډاکتران يې د غوږ په برخه کې د لګېدلو چرو په ايستلو بوخت دي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
دغه چاودنه په جلال اباد ښار کې په داسې حال کې شوې، چې ټاکل شوې ده، څو ورځې وروسته د دغه ښار او څلورو ولسواليو د امنيت چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.