کابل (پژواک ٢٠ مرغومى ٩٠): يو شمېر افغان سياسي مشران او د امريکا د کانګرېس ځينې غړي د افغان دولت اوسنى سيستم د ستونزو زېږېدو لامل بولي او د غير متمرکز اکثريت غوښتونکي سيسټم په لټه کې دي.
هغه خبرپاڼه، چې پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، کاږي چې دا د ملي جبهې مشر احمدضياء مسعود، د افغانستان د اسلامي ملي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم، د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق، د افغانستان د ملي امنيت پخواني مشر امرالله صالح او د امريکا د کانګرېس د څلورو غړو ګډ نظر دى.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د امريکا د کانګرېس په څلورو غړو کې هر يو د امريکا د کانګرېس د پلاوي مشر ډانا روراباکر، لوريتا سانچس، لويي ګومرټ او سټيف کنګ شامل دي.
سرچينې په دې اړه، چې يادو شويو کسانو چېرته سره خبرې اترې کړې دي؟ معلومات نه دي ورکړي؛ خو راپورونه کاږي چې احمدضياء مسعود، محقق او دوستم د المان برلين ښار ته تللي دي.
په راپورونو کې راغلي دي، چې ډانا روراباکر مخکې هم ياد شوي کسان جرمني ته وربللي وو او هغوى يې په افغانستان کې د فدرالي نظام پلي کولو ته هڅولي وو.
د خبرپاڼې په حواله، يادو شويو کسانو ويلي چې د افغانستان سياسي او اداري سيسټم د زيات مرکزي واک له کبله، خپل اړينه کاري وړتيا له لاسه ورکړې ده.
د افغانستان په اوسني سيسټم (رياستي نظام) کې، ولسمشر د دولت په سر کې وي، خپل صلاحيتونه په اجرايه، مقننه او قضايه برخو کې د اساسي قانون په رڼا کې کاروي.
سرچينې کاږلي دي چې د اوسني نظام له مخې، ولسمشر د واليانو، د ولايتونو د امنيه قوماندانانو، ولسوالانو، ښاروالانو او د مشرانو جرګې د درېيمې برخې د ټاکلو اجازه لري.
همداراز په خبرپاڼه کې راغلي، چې اوسنى سيسټم د فساد د پراخېدو، د ولسونو د سترو کتلو او حکومت ترمنځ د واټن رامنځ ته کولو، په اقتصادي پرمختګ کې د سوکه توب، له واک څخه ناوړه ګټه پورته کولو او زياتې سياسي بې ثباتۍ لامل شوى، چې د قانون ټينګښت يې په پراخه کچه تر سيورې لاندې راوستى دى.
سرچينې زياته کړې ده: ((موږ په دې باور يو، چې د اساسي قانون پر ځينو موادو له سره د غور کولو په خاطر دې يو ملي ډيالوګ پيل شي، چې د اوسني قدرت د جوړښت نيمګړتياوې اصلاح کړي، يو غير متمرکز او د اکثريت غوښتونکي اداري سيستم، چې په رښتيا سره له سياسي، ټولنيزې او کلتوري تنوع سره اړخ ولګوي، رامنځ ته کړي. افغان ولس د رياستي نظام، چې منحصر په فرد وي، په بدل کې د يو ډيموکراسي پارلماني نظام غوښتونکى دى.))
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې ياد شوي کسان ولايتي شوراګانو ته د نورو واکونو ورکولو غوښتنه کوي او د واليانو او ولسوالانو له ټاکنيز اصل نه ملاتړ کوي.
سرچينې په ډاګه کړې ده، چې د خلکو له خوا ټاکل شوي واليان او ولايتي شوراګانې، بايد د ولايتي بوديجې او د پراختيايي پروژو د طرحې، په ولايتونو کې د عوايدو د کچې او د پوليسو په فعاليت د څارنې صلاحيت ولري او له روغتيايي خدمتونو او ښوونې او روزنې سکټور څخه برخمن وي.
سرچينې زياته کړې: ((موږ د افغانستان د خلکو له غوښتنې، چې د ټاکنو اوسنى سيسټم د نه لېږد وړ واحده رايه (SNTV) پر منل شوي تناسبي سيسټم بدل شي، ملاتړ کوو؛ ځکه دغه سيسټم سياسي ګوندونو او خپلواکو کانديدانو ته مساوي فرصتونه برابروي.))
د افغانستان د اساسي قانون پربنسټ، ولسمشر، د ولسي جرګې غړي او د ولايتي شورا غړي د خپلواکو، عمومي، پټو او مستقيمو ټاکنو له لاري ټاکل کېږي.
په ياده شوې خبرپاڼه کې، له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو د پروسې په اړه ويل شوي، چې دا بهير له طالبانو سره د مخالف نظر افغانانو د نه ګډون له امله نيمګړى دى او هغه مهال به اغېزمن او د منلو وړ وي، چې ټولې ښکېلې خواوې په دې پروسه کې شاملې شي.
سرچينې کاږلي دي: ((له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په روان بهير کې سرښندنې او د هغو افغانانو اندېښنې، چې د طالبانو د رژيم په نسکورلو يې د افغان ولس کړاوونو ته د پاى ټکى کېښود، له نظره غورځوي.))
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د نړيوال ايتلاف له ماموريت څخه ملاتړ څرګند شوى او هيله ښودل شوې، چې دا ماموريت به د يوه باثبات او هوسا افغانستان په برخه کې بريالى وي.
سرچينې ويلي دي: ((همدارنګه هغه سرښندې چې افغانانواو نړيوال ايتلاف د ځان او مال په بيه ورکړې دي، د بهرنيو ځواکونو له وتلو څخه په سيند لاهو نه شي.))
دا په داسې حال کې ده، چې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو لېږد تېر کال پيل او ټاکل شوې ده، چې د ٢٠١٤ کال تر پاى پورې بشپړ شي.
د يادونې وړ ده، چې احمدضياء مسعود د جمهوري رياست په تېره دوره کې د ولسمشر د لومړي مرستيال دنده درلوده؛ خو کله چې د ولسمشرۍ د ټاکنو په دوهم پړاو کې مرستيال ونه ټاکل شو، له حکومت سره د سياسي مخالفت په موخه د جنرال عبدالرشيد دوستم او محمد محقق په همکارۍ يې ملي جبهه جوړه کړه.
عبدالرشيد دوستم او محمد محقق د ١٣٨٧ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له حامد کرزي څخه ملاتړ وکړ.