ميدان ښار (پژواک ٢١ مرغومى ٩٠): د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د دې ولايت د درې ولسوالیو امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو.
په دې مراسمو کې چې د مرغومي په ٢١مه، په ميدان ښار کې جوړ شوي وو، د مسوولیتونو د لېږد کمېسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي، د میدان وردګو والي محمد حلیم فدایي، د کورنیو چارو امنیتي مرستیال عبدالرحمن رحمن، د سیمه يیزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري مرستیال عبدالمالک صدیقي، د ملي اردو د ځمکنیو قواوو عمومي قوماندان جنرال مراد علي مراد، د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال شفیق صمیم، د ایساف مرکزي زون قوماندان جنرال الن، د ولایتي بیارغونې ډلې مشر ښاغلي مظفر، د ولایتي شورا غړو، ولایتي امنیتي مسوولینو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې ولایت د مرکز میدان ښار، جلرېز، د بهسودو لومړۍ برخې او د بهسودو مرکز ولسوالیو امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته د امریکا هېواد بیرغ په ښکته کولو او افغان ملي بیرغ په پورته کولو سره وسپارل شو.
غونډې ته والي محمد حلیم فدایي په خپلو خبرو کې په ولایت کې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت وروستۍ بریاوې وستایلې او زیاته یې کړه، چې وسله وال مخالفین اوس له افغان ځواکونو سره د جګړې توان له لاسه ورکړى او ورځ تر بلې پر مخالفینو ساحه تنګېږي، چې له همدې امله وسله وال د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي.
فدایي د مسوولیتونو د لېږد پروسه یوه ملي پروسه یاده کړه، چې له امله به یې افغانان د خپل هېواد ساتلو، ابادولو او رغولو په برخو کې خپلو درنو مسوولیتونو ته اوږه ورکوي او هېواد به په خپل فکر په خپلو مټو رغوي.
د مسوولیتونو د لېږد کمېسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي وویل: (((د مسولیتونو لېږد د ولسمشر ملي هدف او له نړیوالو سره د هېواد د ګټو په موخه ترسره شوى تړون دى، چې له امله به یې تر ۲۰۱۴ کال پورې د ټول هېواد مسوولیت افغانان په خپله واخلي.))
د احمدزي په وينا، د هېواد په امنیتي ځواکونو کې ګومارنه د مصلحت او سمت له مخې ترسره کېږي، چې دا کار د ملي بنسټونو نړولو لامل کېږي او هیله یې څرګنده کړه، چې نور د کسانو ګومارل د تعهد، تقوا او وړتیا له مخې ترسره شي.
نوموړي لع نړیوالو ټولنې او په ځانګړي ډول له امریکا او ترکيې هېوادونو څخه مننه وکړه، چې د دې ولایت په امنیت او رغونه کې يې مرستې کړې دي.
ډاکټر اشرف غني د سیمې او ګاونډيو هېوادونو ته په اشارې وویل: ((د افغانستان ولسونه سوله خوښوونکي دي او هېڅ ګاونډى دې زموږ څخه د تهدید وېره نه لري او که ګاونډيان بیا هم زموږ پرمختګ ونه غواړي؛ نو زه په زغرده وایم چې افغانان به د لوږې له امله واښه وخوري، خو د دښمنانو شومو موخو ته به تسلیم نه شي.))
د ميدان وردګو د ولایتي شورا ریيس محمد حضرت جانان، په خپلو خبرو کې د مسوولیتونو د لېږد پروسې څخه د ملاتړ ترڅنګ وویل، چې د دې ولایت اساسي لومړیتوبونه او جوړ شوى پلان باید تر ۲۰۱۴ پورې پلى کړي.
نوموړي له افغان امنیتي ځواکونو څخه وغوښتل، چې د ولسونو زړونه د ښو اخلاقو، ښه چلند او منطق له لارې لاسته راوړي، ترڅو د سیمې د ساتلو جوګه شي.
د ځمکنیو ځواکونو قوماندان جنرال مراد علي مراد د افغان امنیتي ځواکونو په استازیتوب ژمنه وکړه، چې ستاسو اولادونه به ستاسو د ارمانونو د پوره کولو او د سیمې امنیت په موخه د ټولو وګړو ساتنه کوي.
د سیمه يیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال عبدالمالک صدیقي، په خپلو خبرو کې د سيمه ييزو ادارو په غښتلتیا او ملاتړ کې د نړیوالو ځواکونو هلې ځلې وستایلې او هم یې د نوموړې ادارې د ظرفیتونو د لاپیاوړتیا او ولسونو ته د اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له خپلو راتلونکو پلانونو څخه خبر ورکړ.
وروسته د لېږد کمېسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي او د مسوولینو له خوا د افغانستان ملي بیرغ پورته او نړیوالو ځواکونو خپل بیرغ افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو په موخه ښکته کړ.
افغان ځواکونو د امنيت د لېږد پروسه د روان لمريز کال د چنګاښ په مياشت کې پيل شوې او په لومړي پړاو کې اووه سيمې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې؛ تېره مياشت ولسمشر د دې پروسې دوهم پړاو اعلان وکړ، چې په ترڅ کې به يې د ٢٠ سيمو امنيت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP