Language

کابل (پژواک٢١مرغومى٩٠): د افغانستان د بهرنيو چارو وزير له خپل جاپاني سيال سره تر ليدنې وروسته وويل، چې د توکيو په کنفرانس کې به په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو په اړه د نړيوالو مرستې تضمين شي.

  د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو په وينا، د جاپان د بهرنيو چارو وزير کويچيرو ګيمبا، نن کابل ته راغى او د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او بهرنيو چارو وزير زلمي رسول سره يې وکتل.

 زلمي رسول له کويچيرو ګيمبا سره تر کتنې وروسته، خبريالانو ته وويل چې دواړو لورو، د افغانستان او جاپان پر اړيکو، افغان ځواکونو ته د مسووليتونو پر لېږد او د سولې د پروسې ترڅنګ په توکيو کې د افغانستان په اړه د جوړېدونکي کنفرانس پر څرنګوالي خبرې کړې دي.  

  ټاکل شوې ده، چې د روان زېږديز کال په جولاى مياشت کې د يو شمېر هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون، د جاپان په مرکز توکيو کې د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس جوړ شي.

 زلمى رسول وايي، چې په دې کنفرانس کې به له ٢٠١٤ زېږديز کال څخه تر ٢٠٢٤ کال پورې په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو په اړه د نړيوالو مرستې تضمين شي.

 د بهرنيو چارو وزير په دې اړه نور معلومات ورنه کړل او هيله څرګنده کړه، چې د توکيو کنفرانس به په اقتصادي برخه کې د افغانستان لپاره د بن د نړيوال کنفرانس لاسته راوړنو ته عملي بڼه ورکړي.

 کويچيرو ګيمبا  د لنډ وخت لپاره نننۍ خبري ناستې ته راغى، خو خبرې يې ونه کړې.

 د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې کويچيرو  ګيمبا بېرته خپل هېواد ته ستون شو او د وخت د کمښت له امله يې په خبري ناسته کې خبرې ونه کړې.

 د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول وايي، چې جاپاني لوري له اقتصادي ستونزو سره سره، له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړى دى.

 د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، جاپان په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې له افغانستان سره د ٧ ميليارد ډالرو مرستې ژمنه کړې او له ژمنه شويو پيسو څخه يې څه دپاسه ٣ ميليارده ډالر په بېلابېلو برخوکې لګولي دي.