د افغانانو لپاره د سعودي د مرستندويې کمېټې له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياده پروژه د دې کمېټې په مالي مرسته پلې کېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په جوماتونو کې د قالينو د هوارولو چارې نن په رسمي ډول د کابل له عيدګاه جومات څخه پيل شوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ټوليز ډول د هېواد د ٣٢ ولايتونو په ٦٠٠ جامع جوماتونو کې به څه د پاسه ١٠٠زره متره مربع اعلی قالينې هوارې شي.
سرچينه ليکي، چې د افغانستان د حج ارشاد او اوقافو وزير محمديوسف نيازي نن د کابل په عيدګاه جومات کې د جوړې شوې غونډه په ترڅ کې د سعودي له سفير څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې دا پروژه بايد د افغانستان ټولو هغو جوماتونو ته وغځول شي، چې فرش او لوډسپېکرونو ته اړتيا لري.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، د دی پروژې دويمه برخه به د همدې اونۍ په پای کې د هېواد په لوېديځو ولايتونو کې له هرات څخه پيل شي.
سرچينه ليکي، چې دا پروژه د افغانستان لپاره د سعودي د ٢٧٥ ميليونو افغانيو ځانګړې شويو مرستو يوه برخه ده.