ميدان ښار (پژواک ٢١مرغومى ٩٠): وسله والو د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د کابل – کندهار پر لويه لار څلور تنه له موټر څخه ښکته کړي او وژلي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي طارق الرحمن، نن له غرمې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادو شويو کسانو مړي د سيداباد ولسوالۍ په پټان خېلو سيمه کې پراته دي.
هغه وويل: ((دغه څلور تنه تېره ورځ طالبانو له موټر څخه ښکته کړي او داسې اوازه ده، چې دې کسانو په سکورت (امنيتي کمپنۍ) کې کار کاوه.))
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د يادو شويو کسانو وژنه تاييد کړه او ويې ويل، چې وژل شوي څلور واړه د بغلان ولايت اوسېدونکي دي.
د ده په وينا، وژل شوي کسان د کار لپاره کندهار ته تللي وو او بېرته بغلان ته د تګ پر مهال له موټر څخه ښکته شوي او وژل شوي دي.
هغه وويل، امنيتي ځواکونه سيمې ته تللي، ترڅو دغه مړي د ولايت مرکز ميدان ښار ته ولېږدوي.
تر اوسه د يادو شويو کسانو د وژلو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP