Language

مزارشريف (پژواک ٢١ مرغومى ٩٠): په بلخ كې په لومړي ځل د دغه ولايت د امنيتي مسوولينو له خوا د يوې بهرنۍ شخصي كمپنۍ مهمات او وسلې ضبط كړاى شوې.

 د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د مرغومي په ۲۱مه، پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د ګارډ ولټ په نوم د يوې بهرنۍ شخصي كمپنۍ مهمات او وسلې يې ضبط كړې.

 نوموړي زياته كړه، چې دوى د يادې شوې كمپنۍ ۳۸ كلاشينكوفونه، ۳۹ د زيرې پرتلې، ۲۵ مخابرې او زيات شمېر مهمات ونيول.

 د هغه په وينا، دوى يواځې د كمپنۍ وسلې او مهمات ضبط كړي، كسان يې ورته نه دي نيولي.

 دراني وويل، چې دغې كمپنۍ له څه مودې راهيسې د مزارشريف په هوايي ډګر او دهدادي ولسوالۍ ساحو كې ځاى درلود او فعاليت يې كاوه.

 نوموړي زياته كړه، وروسته له هغې چې د هېواد ولسمشر حامد كرزي د شخصي كمپنيو د لغوه كېدو او د بې اسنادو وسلو د نيولو امر وكړ؛  نو دوى په بلخ ولايت كې هم هڅې پيل كړې، چې بې اسناده وسلې ضبط او د شخصي كمپنيو مخه ونيسي.

 د هغه په وينا، لا هم په دغه ولايت كې د څه كم شلو شخصي كمپنيو څانګې شته دي، چې د كشف او د وسلو د ضبطولو هڅې يې كوي.