Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لغمان کې د درېيو پروژو چارې پيل او د يوې بشپړې شوې

مهترلام (پژواک ٢١ مرغومى ٩٠): په لغمان کې د يوه کتابتون په ګډون د درېيو پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د يوې چارې بشپړې شوې.

په لغمان ولايت کې د کليو د پراختيا او بيارغونې رياست په چوکاټ کې د ملي سيمه ييز پرمختيايي پروګرام (UNDP) مشر ولي الله همدرد د مرغومي په ٢١ مه، پژواک اژانس ته وويل چې د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې، نن د يوې پروژې چارې بشپړې او د درېيو نورو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د هغه په وينا، د الينګار ولسوالۍ په کندې کلي کې د ٦١٠ متره په اوږدوالي، ٢ متره لوړوالي او ٢ متره پلنوالي سره د ١٤١زره ډالرو په ارزښت استنادي دېوال جوړ شو.

نوموړي وويل، چې د دغه دېوال چارې به په تېرو شپږو مياشتو کې د ملي سيمه ييز پرمختيايي پروګرام په مالي مرسته بشپړې شوې.

د ده په خبره، له دې استنادي دېوال سره په سيمه کې سل جريبه کرنيزه ځمکه او ٥٠ کورونه د سېلاب له خطر څخه وژغورل شول.

ولي الله همدرد زياته کړه، چې دغه راز د الينګار ولسوالۍ په کوټه خېلو کلي کې د ١٩٠ مترو په اوږدوالي او ٥٨زره ډالرو په ارزښت او د همدې ولسوالۍ په مياخېلو کلي کې د ٢٧٥ مترو په اوږدوالي د ٨٠زرو ډالرو په ارزښت د استنادي دېوالونو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

ده وويل، چې د دغو دېوالونو په جوړېدو سره به د دواړو کليو ٢٠٠ جريبه ځمکه او شاوخوا ١٠٠ کورونه د سېلاب له خطر څخه وژغورل شي.

د ملي سيمه ييز پرمختيايي پروګرام (UNDP) مشر دغه راز وويل، چې د الينګار په کندې کلي کې يې ځوانانو لپاره د يوه کتابتون د بنسټ ډبره هم کېښوده، چې په راتلونکو شاوخوا لسو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.

د ده په خبره، د دغه کتابتون پر جوړېدو ١٣٧زره ډالر لګښت راځي، چې د دوى له خوا ورکول کېږي.

د الينګار ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر الف خان پژواک اژانس ته وويل، د يادو شويو استنادي دېوالو په جوړېدو سره به د سيمو د خلکو کرنيزې ځمکې او کورونه د سېلابونو له خطر څخه وژغورل شي.

د نوموړي په خبره، له کتابتون سره به د سيمې ځوانان وروزل شي او له مطالعې سره به يې مينه زياته شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.