مزارشريف (پژواک ٢١ مرغومى ٩٠): د بلخ په خُلم ولسوالۍ کې د کابل– مزارشريف پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه او نږدې ٥٠ نور ټپي شوي دي.
د بلخ ولايت د ترافيکو مدير سمونوال عبدالقادر د مرغومي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د خلم ولسوالۍ اړوند د حيرتانو دوه لارې ته نږدې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې له کابل څخه مزار شريف ته روان د بابر ټرانسپورټ يو ٣٠٣ موټر په ياده شوې سيمه کې له سړک څخه اوښتى او چپه شوى دى.
نوموړي وويل، چې په دې پېښه کې د ٣٠٣ موټر يواځې چلوونکى روغ وتلى او نورو ټولو سپرليو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سمونوال عبدالقادر زياته کړه، چې په دې ترافيکي پېښه کې څلور تنه مړه او نږدې ٥٠ نور ټپي شوي دي.
د هغه په وينا، ټپيان د خلم ولسوالۍ کلينک او د مزارشريف ملکي روغتون ته وړل شوي دي.
نوموړى وايي، چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه و او کېداى شي د مړو په شمېر کې زياتوالى راشي.
د بلخ د ترافيکو مدير وويل، چې د ٣٠٣ موټر پر سر ډېر توکي بار شوي وو، چې د چلوونکي د ګړندي تګ او بې احتياطۍ له امله موټر له سړکه وتلى او چپه شوى دى.
خو د بابر ترانسپورټ د يوه بل ٣٠٣ موټر چلوونکى ادم خان وايي، چې دى د چپه شوي موټر تر شا روان او اټکل کوي، چې چلوونکى به يې ويده شوى و.
د بلخ د ترافيکو مدير وايي، چې په روان لمريز کال کې د کابل-مزارشريف پر لويه لاره د ترافيکي پېښو له امله ٧٠ تنه هېودوال مړه او له ١٠٠ زيات ټپي شوي دي.