ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور وسله وال طالبان ونيول شول

څلور وسله وال طالبان ونيول شول

author avatar
11 Jan 2012 - 14:14
څلور وسله وال طالبان ونيول شول
author avatar
11 Jan 2012 - 14:14

کلات-ګردېز (پژواک ٢١ مرغومى ٩٠): د زابل امنيتي چارواکي وايي، چې د پوليسو او وسلوالو تر منځ نښته کې څلور طالبان ژوندي نيول شوي دي.

د زابل د شهرصفا ولسوال ښادي خان نن (د مرغومي ٢١مه) پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ مازديګر مهال شاوخوا پنځه بجې د يادې ولسوالۍ اړوند د کابل-کندهار پر لويه لاره د وسله والو طالبانو او پوليسو تر منځ نښته رامنځ ته شوه.

د ده په وينا، د وسله والو طالبانو يوې ډلې د شهرصفا ولسوالۍ اړوند د ارهډ مانده په سيمه کې د کابل-کندهار پر لويه لاره د يوه کمين په ترڅ کې پر پوليسو بريد وکړ، چې په پايله کې يې څلور وسله وال ونيول شول.

نوموړي وويل، چې په نيول شويو وسلوالو طالبانو کې دوه يې ټپيان دي او دغه مهال تر درملنې لاندې دي.

ولسوال زياته کړه، چې په دې نښته کې پوليسو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

خو د زابل د ملکي روغتون يوه نوکريوال ډاکتر، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام دوى ته دوه ټپي پوليس ور وړل شوي، چې برسېرن ټپي شوي وو.

وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، په سوېل ختيځ زون کې د ملي اردو ځواکونو په تېرو ٤٨ ساعتونو کې د يو لړ عملياتو پر مهال يو شمېر وسلې او مهمات نيولي دي.

په ياد زون کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر څخه نن (د مرغومي ٢١مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د لومړۍ لوا د څلورم کنډک ځواکونو د پکتيا په زرمت، ګرده څېړۍ او د خوست ولايت په نادرشاه کوټ او صبريو ولسواليو کې عمليات ترسره کړي دي.

د سرچينې په وينا، د دغو عملياتو پر مهال، ٤ کلاشينکوفونه، ٧ کړۍ ماينونه، ١٩ لاسي بمونه، ١٣ د ٨٢ ميلي متري توپ مرمۍ، ١ ميل دهشکه، ١ ميل

تومانچه او ګڼ شمېر د کلاشينکوف مرمۍ او مهمات ترلاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو عملياتو پر مهال وسله واله نښته نه ده رامنځ ته شوې او چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.