Language

ولسمشرکرزي د امريکايي سرتېرو لخوا درې جسدونو ته سپکاوى وغانده

کابل ( پژواک ٢٢ مرغومى ٩٠ ) : ولسمشر حامد کرزي هغه کړنه په کلکه وغندله اوغير انساني عمل يې وباله، چې په يوه ويـډيو کې ځينې امريکايي سرتېري درې جسدونو ته ، چې ګومان کيږي د وسلوالو طالبانو وي، سپکاوى کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا پژواک ته د مرغومي په ٢٢مه، په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د افغانستان حکومت د امريکا له متحده ايالتونو غوښتي، چې د خپرې شوې ويډيو په اړه عاجلې څېړنې وکړي او د پېښې عاملينو ته به يې کلکه سزا ورکړي.

دغه ويډيو،چې پرون دانټرنيټ په يوټيوب پاڼه کې خپور شوى، پکې ښودل شوي، چې څلور امريکايي سمندري (ميرين) سرتېري په افغانستان کې د درېيو وژل شويو افغانانو، چې ډېر ګومان کېږي، طالبان دي، پر جسدونو متيازې کوي.

که څه هم تراوسه دا نه ده په ډاګه شوې، چې دا پېښه به کله او په کوم ځاى کې رامنځته شوې او نه هم تر اوسه دا تاييد شوې، چې ګوندې دا ويډيو دې اصلي وي، خو بايد وويل شي، چې دامريکا ډېرى سمندري سرتېري په هلمند ولايت کې مېشت دي.

د افغانستان د ملی دفاع وزارت هم دغه ناوړه کړنه په کلکه غندلې ده .  

پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ملي دفاع وزارت ويلي ، چې د امريکايي سرتېرو لخوا جسدونو ته سپکاوى، په کلکه غندي او د ايساف او امريکا څخه غواړي، چې عاملينو ته يې سخته سزا ورکړي.

همدارنګه  په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دغه کړنه له هغو معيارونو سره سر نه خوري، چې دايساف سرتېري يې لري.

سرچينې زياته کړې، چې ايساف دغه کړنه په کلکه غندي .

په خبرپاڼه کې ويل شوي ، کومو سرتېريو چې دغه کار ترسره کړى اوس په افغانستان کې نشته او خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

سرچينې زياته کړې : (( دغه راز دغه شرموونکى کار په افغانستان کې د ايساف اړونده سرتېرو هغو قربانيو ته هم سپکاوى دى، چې دلته يې ورکړي دي. ))

ايساف ويلي ،چې په امريکا کې د جُرمي کړنو د پلټنو ادارې په دې اړه پلټنې پيل کړي او څوک چې په دې کار کې ککړ ثابت شي د قانون منګولو ته به يې وسپاري.

له بلې خوا په واشنګټن کې دامريکا دفاع وزارت (پنټاګون) اړونده د سمندري ځواکونو د عامه اړيکو دفتر لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دوى په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.

سرچينې زياته کړې : (( په دې ويډيو کې، چې کومې صحنې ښودل شوې دي دا زموږ د سرتېرو له شخصيت او حيثيت سره سر نه خوري .))

د امريکا د سمندري ځواکونو قوماندانۍ ويلي، چې دوى په دې اړه بشپړې پلټنې پيل کړي او هڅه کوي، د هغو کسانو د هويت په اړه معلومات ترلاسه کړي، چې په دې ويډيو کې مړو ته د سپکاوي پر مهال ښودل شوي دي.