Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په شاه جوى کې د يوه روغتيايي کلينيک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کلات،کندوز:(پژواک ٢٢ مرغومى ٩٠): د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې د يوه روغتيايي کلينيک د بنسټ ډبره کېښودل شوه او په کندوز ولايت کې د يوې لېسې الحاقيه ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

د زابل ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر لعل محمد د مرغومي په ٢٢ مه پژواک اژانس ته وويل، چې د سيمې د خلکو په غوښتنه يې تېره ورځ د شاجوى ولسوالۍ د خاکې په سيمه کې د يوه کلينيک د بنسټ ډبره کېښوده.

د هغه په وينا، د شاه جوى ولسوالۍ د خاکي د سيمي قومي مشران دوه اونۍ مخکې د دوى رياست ته راغلي و او د کلينيک د جوړېدو غوښتنه يې ترې وکړه .

نوموړي وويل،وروسته له هغه چې يادو قومي مشرانو د کلينيک د امنيت مسووليت پرغاړه واخيست،د دوى له لوري منظور شو او تېره ورځ يې چارې پيل شوې.

ډاکټر لعل محمد زياته کړه، چې ياد کلينيک د شاه جوى ولسوالۍ د خاکې د سيمي په برج کلي کې جوړيږي، چې د شاوخوا ۳۵ کليو اوسېدونکي به ترې ګټه واخلي.

نوموړي وويل، چې تيره اونۍ يې د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې هم يو ورته کلينيک پرانېست او په راتلونکې اونۍ کې به د ارغنداب په ولسوالۍ کې د يوه کلينيک د بنسټ ډبره کيږدي.

د شاه جوى ولسوال محمدصديق پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې مخکې په شاه جوى ولسوالۍ کې يو روغتون و او د لرې پرتو سيمو خلکو ورته په وخت لاسرسى نه درلود.

د ده په وينا، د روغتون د امنيت مسووليت د سيمي اوسېدونکو پرغاړه اخيستى او دوى هڅه کوي، چې د يادې ولسوالۍ په نورو سيمو کې هم ورته کلينيکونه جوړ کړي.

شاه جوى د زابل ولايت د مرکز په ختيځ کې د کابل – کندهار پر لويه لاره پرته ولسوالۍ ده، چې د چارواکو په خبره، تر ۱۰۰ زره زيات وګړي په کې ژوند کوي او دا مهال د روغتيا، بيارغونې، امنيت، پوهنې او کرنې په برخه کې له يو شمېر ستونزو سره مخ دي.

  بلخوا نن د کندوز ښار د سه درک نجونو لېسې الحاقيه ودانۍ، چې د المان د پراختيايي بانک د ٣٠٠ زره ډالرو په لګښت جوړه شوې ، پرانېستل شوه.

 د کندوز د پوهنې رييس محمد ظاهر نظم پژواک ته وويل، چې دغه دوه پوړيزه ودانۍ ، ١٦ درسي ، ٨ اداري خونې او پنځه تشنابونه لري، چې ٥٠٠ ميز او څوکي هم ورته د المان د پراختيايي بانک لخوا ورکړل شوې دي.

د سه درک د نجونو لېسې  مدېره نادره احمد زۍ وايي، چې  په دغه لېسه کې ٢٧٠٠ نجونې زده کړه کوي، چې په سلګونوتنه يې په خېمو کې  په زده کړو بوختې وې، خو اوس د نوې ودانۍ په جوړېدو سره دغه ستونزه هواره شوه.

د نوموړې لېسې داتم ټولګي يوې زده کونکې صوابې وويل: (( زموږ په پخوانۍ ودانۍ کې ځاى نه و او موږ په خيمو کې درس وايه ، خو په راتلونکي تعليمي کال کې به په پخو او پاکو ټولګيو کې درس ووايو.))

 د کندوز د پوهنې رييس وايي، چې په دغه ولايت کې سږ کال ٣٠٠ زره نجونې او هلکان په ٤٤٠ ښوونځيو کې په زده کړو بوخت وو، چې يواځې ٢٢٧ ښوونځي ودانۍ لري .

د يادونې ده، چې تېره مياشت د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې دوه منځني او لومړني ښوونځي د المان د ٤٧٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت هم ګټې اخيستنې ته سپارل شوي و .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.