Language

په چارسده کې چاودنې  ٩  تنه ټپيان کړل

اسلام اباد (پژواک ۲۳مرغومی ۹۰): د خيبر پښتونخوا په چارسدې ولسوالۍ کې چاودنې د دوو ماشومانو او دوو ښځوپه ګډون‌ ٩  تنه ټپيان کړل .

 دغه چاودنه د چارسدې بازار فاروق اعظم چوک سره نږدې تېره شپه  شاوخوا ٨ بجې رامنځ ته شوه .

د چارسدې د ځايي پوليسو مشر روښان زيب  پژواک ته وویل چې چاودنه  د سي ډي دوکان مخې ته دځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو د چاودېدوله امله رامنځته شوې ده 

دده په وينا، په چاودنه کې ٩ کسان ټپيان شوي ،چې  دوه په کې ماشومان،دوه ښځې او پنځه نور نارينه دي .

د پېښې یوه عيني شاهد زاهدالله پژواک ته وويل چې  ٧ ټپيان  د چارسدې روغتون ته وړل شوي  او دوه نور ټپيان، چې روغتیایي حالت يې د ډاډ وړ نه و، د پېښور ليډې ريډنګ روغتون ته لېږدول شوي دي .‌

د چارسدې روغتون يوه ډاکټر اياز خان  پژواک اژانس ته وويل چې روغتون ته د راوړل شویو ٧ ټپيانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی .

دا په داسې حال  ده ، چې له  قبايلي سيمو څخه سربېره  وسلوالو دخيبر پښتونخوا ايالت په بېلابېلو سيمو صوابۍ ،مردان او چارسده کې  هم وخت ناوخته  د سي ډي دوکانونه او دولتي ودانۍ د خپلو بريدونو موخه ګرځولي   دي .

 

 قيصر يوسفزى