Language

لښکرګاه (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٠): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې دوه ښځې ووژل شوې.

 د کورنيو چارو وزارت له خوا د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا چاودنه پرون له غرمې مخکې وشوه.

سرچينې زياته کړې، چې دغه ماين د وسلوالو مخالفينو له خوا د نادعلي ولسوالۍ د متکي په کلي کې د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى شوى و.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ماين د سيمې پر ملکي وګړيو چاودېدلى او له امله يې دوه مېرمنې وژل شوې دي.

د کورنيو چارو وزارت دغه چاودنه په کلکه غندلې ده.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Related Topics